نوکیا ۸ بازار ته راوځي

لاروی

د نوکیا کمپنۍ چې تر اوسه یې په بېلابېلو شکلونو او ډیزاینونو سره ګرځنده موبایلونه بازار ته راویستلي او تر نورو موبایلونو په مارکېټ کې ښه شهرت لري، اوس غواړي د (نوکیا ۸) په نامه بل موبایل بازارته راوباسي. د کمپنۍ د رئیس په وینا په دې نوکیا ۸ موبایل کې تر نورو جوړو شویو موبایلونو ډیرې اسانتیاوې شته.

Image result for nokia 8

د نوکیا کمپنۍ د انجینیرانو د معلوماتو سره سم چې دمخه یې رسنیوته ورکړی دي، ویل کیږي چې نوکیا ۸ به دوه سیم کارتونه استعمالولای شي او هم به وکولای شي چې د نورو موبایلونو په پرتله څلور چنده حافضه کې له ځانه سره ډېر مواد ځای کړي، څو د موبایل ګرځوونکي د اړتیا پر مهال له دې موبایله ډېره ګټه او معلومات لاس ته راوړي.

د نوکیا ۸ موبایل د حافظې اندازه کمپنۍ (۸ ګیګابایټ) ښوولې ده او په نویو وسایلو او اسانتیاوو سره کمره هم لري چې تر نورو کمرو به په ښه معیار سره عکاسی وکړای شي.

د معلوماتو له مخې په لومړي سرکې چې (نوکیا ۸ موبایل) د اروپایي هېوادونو بازار ته راووځي، کمپنۍ به یې په اته سوه ډالر پلوري. خو امکان لري د دې لپاره چې ډېر وپلورل شي شاید کمپنې یې وخت په وخت په نرخ کې کموالی راولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button