قطر: سعودي باید د حج پروسه له سیاسي اړیکو پورې ونه تړي

قطر: سعودي باید د حج مراسم په سیاسي اړیکو پورې ونه تړي
د راپورونو په اساس قطري حاجیان چې مخکې یې نشو کولای چې سعودي ته سفر وکړي اوس مهال سعودي ویلي چې یواځې دحج لپاره قطر میشتي مني.
په همدې اساس هغه قطریان نشي کولی چې سږني حج کې برخه واخلي چې له نورو هیوادونو حج ته د تللو نیت لري .
د قطر د بشري حقونو کمیسیون وايي؛ هغه قطري وګړي چې غواړي د حج مراسمو د ادا کولو له پاره مکې ته ولاړ شي یوازې د دوو هوايي ډګرونو له لارې ورته اجازه ورکول کیږي.
د راپورونو په اساس په قطري وګړو دا بندیز هم دی چې کولای شي یوازې له دوحې پرواز وکړي او دا د هغو کسانو له پاره ستونزمنه ده چې په دوحه کې ژوند نه کوي یا له بهرني هیواد څخه حج ته ځي.
قطري چارواکو ویلي چې حج د خدای ج سپیڅلې فریضه ده د خدای ج له کوره هیڅوک هم د سیاسي اړیکو څخه په استفادې څوک نشي منع کولی.
د بشري حقونو کمیسیون وايي؛ په دې اړه یې ملګرو ملتونو ته هم عریضه کړې او د ملګرو ملتونو د اصولو له مخې ټول د عقیدې ازادي لري او باید پر عقیدوي جوړښتونو بندیز و نه لګول شي.
ځینو عرب فعالانو د سعودي دې کار ته په غبرګون کې ویلي چې که سعودي د قطري وګړو مخنیوی وکړ نو دهغو اسرایلي نیواکګرو سره به یې هیڅ فرق ونکړي چې مسجد اقصا ته مسلمانان نه پریږدي
دیادونې وړ ده چې له قطر سره د سعودي په ګډون څلورو عرب هیوادونو هر اړخیزه اړیکې پرې کړې او یاد هیواد باندې یې بندیزونه لګولي دي



