شیعه مذهبي مشر مقتدا الصدر سعودي عربستان ته رسیدلی

شیعه مذهبي مشر مقتدا الصدر سعودي عربستان ته تللی
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۸) فرید افغان
د راپورونو په اساس د عراق شیعه مذهبي مشر مقتدا الصدر په یوه بیړني سفر سعودي عربستان ته رسیدلی.
د تسنیم خبري آژانس ویلي چې یاد شیعه مشر د سعودي چارواکو په رسمي غوښتنه ریاض ته رسیدلی دی.
د الصدر د سفر اجنډا لا نده څرګنده خو د رسنیو له قوله چې سعودي له داعشي ملیشو ویره لري نو ښایي له یاد مشر سره د دې ډبې پرضد یو لړ مهمې سلا مشورې ولري.
د الصدر سفر داسې مهال ترسره کیږي چې سعودي په یمن کې اوس هم له حوثي شیعه ملیشو سره په جګړو کې ښکیل ده، او تیره ورځ هم یادو ملیشو په مکه مکرمه یو توغندی ویشتلی وو چې بیا په طایف سیمه کې خنثا شو،.



