د دوږخ د اور کیفیت!!

لیکنه : احمدجنید مبارز
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي : دوږخ تر سلو کلونو پوري تېز بل سو، د هغه اور سور سو، بیا تر زرو کلونو پوري تېز بل سو رنګ یې سپین سو، بیا تر زرو کلونو پوري تېز بل سو رنګ یې تور سو، چي همدا اوس د دوږخ د اور رنګ تور دی.
په بل روایت کي راځي چي په دوږخ کي رڼا نه وي بلکي همېشه تیاره وي.
[الترغیب والترهیب جـ۴ صـ۴۶۴]
د بخاري او مسلم په یوه روایت کي راځي چي کوم اور چي تاسي بلوۍ هغه اور د دوږخ د اور ۷۰ یمه حصه ده؛ صحابه کرامو پوښتنه وکړه چي د سوځېدلو لپاره خو د دنیا اور کافي دی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : هغه اور ۶۹ درجې د دنیا د اور څخه ګرم دی.[مشکوة المصابیح صـ۵۰۲] اللهم انا نسئلک الجنة ونعوذبک من عذاب النار



