والستریت ژورنال: په امریکایي چارواکو کې پراخ اختلافات راغلي

والستریت ژورنال: په امریکایي چارواکو کې پراخ اختلافات راغلي

کابل ټکی کام ( ۱۳۹۶زمری ۹) نشرونکی فرید افغان

امریکایۍ والستریت ژورنال ورځپاڼه یوه تحقیقاتي لیکنه خپره کړې چې پکې یې د امریکایي مشرانو له داخلي اختلافاتو پرده پورته کړې ده.
یادې ورځپاڼې ویلي، چې په سپینه ماڼۍ کې د افغانستان د مسئلې په اړه ژور درزونه پیدا شوي دي.
ورځپاڼه لیکي امریکا هڅه کوي په هر لار چې وي ځان له جګړې څنډې ته کړي.
ورځپاڼه لیکي چې د امریکایانو ترمنځ د ۳۹۰۰ لېږل کېدونکو سرتېرو په اړه هم پراخ اختلافونه موجود دي.
ورځپاڼه وايي د مخکیني او اوسني دولت چارواکي ځينې غواړي چې افغانستان ته نور سرتېري ولېږي او یوه ډله نور بیا ددې کار مخالفت کوي او نه غواړي چې سرتېري یې د ۱۶ کلنې خونړۍ جګړې په دوام مرګ ژوبله وویني.
د بلک واټر په څیر د ځینو کرایي کمپنیو سره هم خبرې روانې دي.
او د اروپایي هیوادونو هم غوشتنې دوام لري، د افغان پوځ د تمویل او تجهیز او هغوی په پرمختللو وسلو سمبالول هم یو انتخاب دی.
ټرمپ او اداره یې هڅه کوي تر څو د تیرو ۱۶ کلونو غلطي تکرار نکړي.
خو د ټولو اختلافات. په شتون سره شنونکي وایي چې امریکا په هیڅ صورت نه غواړي افغان جګړه دې ختمه کړي او د سولې هیڅ تګلاره نلري افغان عسکر به د طالبانو په مقابل کې اکمال کړي او دوی به شاتګ وکړي پدې سره به دجګړې قربانیان یواځې افغانان وي.

.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button