(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۱ فرید افغان)
راپورونه وایي چې نن سهار اته بجې د پکتیا ولایت د غزني لاین د عبد الحی ګردیزي لیسې ته مخامخ د ملي امنیت په کارمندانو چاودنه شوې.
د آریانا نیوز خبریال وایي چاودنې د ملي امنیت د آمر په ګډون ۳ تنه وژلي او ۱۰ نور ژوبل دي چې د ځینو ټپیانو حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی.
په همدې حال کې د پکتیا ولایت د والي ویاند عبدالله حسرت رسنیو ته ویلي چې چاودنه کې د ملي امنیت یو کارمند وژل شوی او ۴ نور ټپیان دي.
حسرت ویلي چې چاودنه د چسپکي ماین له امله رامنځته شوې.
د ګردیز په عامې روغتیا ریاست کې یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې د چاودنې له سیمې لس ټپیان ور وړل شوي دي، خو روغتیايي وضعیت یې د ځینو د ډاډ وړ ندی
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د یادې چاودنې پړه په غاړه نده اخیستې.


















