(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۱)
په کابل کې يوې محکمې د افغان پوځ ۸ چارواکي د اداري فساد له امله له ۱۳ مياشتو نيولې تر شل کلونو په بند محکوم کړل.
په دغو پوځي چارواکو کې درې جنرالان، څلور ډګروالان او يو د دفاع وزارت کارکوونکی دی.
پر دغو چارواکو د يو ميليون او دوه لاکه امريکايي ډالرو په ارزښت د سوونو ليتره تېلو د اختلاس تور پورې شوی او دغه راز په جعلي اسنادو جوړولو سره يې له خپلې دندې ناوړه ګټه پورته کړې ده.
د فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز مشر قاضي شيراقا منيب وايي، په دغو تورنو کسانو کې محود ته شل کاله او عبدالعظيم ته څه باندې ۱۸ کاله او پاتې نورو ته دوه دوه مياشتې او يو يو کال سزار اورول شوې ده.
دغه راز يادې محکمې دغه کسان د اختلاس شوو پیسو د بېرته ور کولو تر څنګ نغدي جریمه کړي هم دي.
د يادو پوځي چارواکو دغه محکمه لومړنۍ نه ده او د افغانستان د قانون له مخې دغه کسان خپله دوسيه استناف محکمې ته راجع کولی شي.
تر دې مخکې هم د افغان پوځ يو شمير چارواکي د رشوت اخيستو او په پوځ کې د اختلاس په تور محاکمه شوي، چې د لومړۍ محکمې وروسته نورو محکمو په ډېر لږ بند محکوم کړي او بيرته خوشې شوي دي.
-الماس خدرخېل-


















