بلخ: چارواکو په طالبانو د پل ورانولو ادعا کړې،طالبانو دا ادعا رد او غندلې کړې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۲فرید افغان)
د بلخ چارواکي وایي چې طالبانو د دې ولایت د چمتال او چاربولک ولسوالۍ ترمنځ وصل کیدونکی پل له منځه وړی دی.
د بلخ د احیا او انکشاف رئیس عبدالباسط عیني رسنیو ته ویلي چې نن شپه شاوخوا ۳ بجې یاد پل د چاودیدونکو توکو په مټ اولوزول شوی دی.
بلخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د یاد پل له منځ وړل د طالبانو کار نه بولي او په وینا یې چې (د پُل انفجارول په مجاهدینو پورې هیڅ اړه نلري.
طالبان وایي د پل ورانول داستخباراتي کړیو کار دی چې پدې توګه خپلو شومو موخو ته ورسیږي
طالب ویاند دیاد پل ورانول محکوم کړي دي
(دا د مزدور ادارې د استخباراتي دستګاه لخوا کومه بدنامونکې هڅه ده چې موږ یې محکوموو.)
د یادونې وړ ده چې تیره اونۍ د کندهار چارواکو هم ورته ادعا وکړه چې د شورابک په ولسوالۍ کې طالبانو د اوبو یو بند به بمونو الوزولی دی چې وروسته بیا سیمیزو خلکو او طالبانو وویل چې په یاده ولسوالۍ کې د اوبو هیڅ بند شتون نلري او یاده ادعا کاملا دروغ ده.
باید وویل شي چې طالبانو په ځلونو د عام المنفعه چارو څخه حمایت کړی او دهغوی دساتنې لپاره یې خپل چمتوالی ښوودلی. طالبان وایي چې ځینې استخباراتي کړۍ غواړي له داسې کاذبو تبلیغاتو څخه په استفادې د دوی جهادي بهیر د پوښتنې لاندې راولي
ــــــــــــ



