وسلهوال طالبان هرکال خپل پسرلني عملیات پیلوي، چې سږکال یې خپلو عملیاتو ته د «منصوري» عملیاتو نوم ورکړی. دا شاید په تېرو څو کلونو کې بېسارې عملیات وي، چې په اوونۍ کې اووه ولسوالۍ فتح کوي او د زیاتو ولایتونو مرکزونه کلابند کوي. طالبان ورځ تر بلې د پرمختگ په حالت کې دي او هره ورځ د سلگونه افغان عسکرو د تسلیمۍ خبرونه یې ان په نړیوالو رسنیو کې خپرېږي.
اوس جگړه یوازې په یو څو ولایتونو کې ایساره نهده، بلکې د جگړې لمن له شماله نیولې تر سویله او له سویله نیولې تر ختیزه پورې غځیدلې ده. په جگړه کې حلوا نه وېشل کېږي او د دواړو خواوو تلفات هم شوني دي؛ خو زما زړه بیا هغو اجیرو عسکرو ته بدېږي، چې د امریکايي گټو لپاره خپل ځانونه قرباني کوي او د څو روپیو لپاره د مسلمان په مقابل کې د امریکايي ترڅنگ جگړه کوي.
د افغان دولت د امنیتي ادارو ویاندویان هېڅ تلفات نهمني؛ بلکې هره ورځ د ځینو سیمو د نیولو او د پرمختگ دروغجنې دعوې کوي. په داسې حال کې چې د افغان عسکرو مړي په یوه میاشت کې هم خپلو کورنیو ته نه سپارل کېږي.
طالبان دې یو قدم هم نه وروسته کېږي؛ بلکې جگړه ته دې له دې هم ډېر شدت ورکړي؛ ځکه د جان کېري په خوښه جوړ شوی حکومت نور ملت ته د منلو وړ نهدی او عام خلک په رښتیا سره عدالت، قانون، اسلامي نظام، د غصب ختمول او ملي خاینونو سره د حساب کتاب ورځې ته په تمه دي.
طالبانو! د ملت سترگې یوازې او یوازې تاسې ته دي. که خدای مهکړه تاسې هم له خپلې لارې انحراف وکړئ، دا ملت به په داسې دربدریو سر شي، چې بیا به یې ممکنه د حل لارې له هېچا سره نهوي.
په ټول افغانستان کې د قران کریم د حاکمیت په هیله!

















