په افغانستان کې بهرني ځواکونه ډرون الوتکې څنګه له کاره غورځوي؟

په کېمرو سبمال کوچنۍ ډرون الوتکې چې د ویډیو عکاسي کولو لپاره جوړې شوې دي، په عام ډول په آنلاین بازارونو کې خرڅېږي. خو وسله والو ډلو له ډرون الوتکو د ویډیو عکاسي کولو تر څنګ د بم غورځولو کار هم اخیستی دی.

یوه بهرني سرتېري د شراپ شایر په نوم وېبپاڼې ته ویلي، له تېرو دوو کلونو راهیسې ۶۸ ډرون الوتکي د  New Kabul Compound په نوم د بهرنیو سرتېرو د مرکز پر سر لیدلې شوې دي.

کله چې کوچنۍ ډرون الوتکې په کابل کې د بهرنیو ځواکونو د مرکزونو پر شاوخوا الوت کوي، امریکايي پوځیان ډزې ورباندې نه کوي. دوی د یوې خاصې آلې په کارولو سره د ډرون کنټرول کوونکي سیګنالونه خرابوي او ډرون راغورځوي. بهرني پوځيان ډرون د AR-15 Drone Defender په وسیله له کاره غورځوي. AR-15 Drone Defender د رایفل توپک په ډول دی چې انتن هم لري. دا آله د ۱۳۰۰ فټه په فاصله کې ډرون الوتکه له کاره غورځولای شي.

په لاندې ویډیو کې تاسې لیدلی شئ چې انتن لرونکی ډرون-ضد آله څه ډول کارول کېږي. په ویډیو کې د AR-15 Drone Defender په څېر د Battelle DroneDefender په نوم آله کارول شوې ده.

https://www.youtube.com/watch?v=z5XcXwKNZ5g

په دې بېس کې د ډرون- ضد نورې آلې هم شته. برتانوي سرتېري بیا بل ډول د ډرون- ضد مېکانیزم لري، خو په اړه یې له تفصیلاتو ورکولو ډډه کوي.

بهرني سرتېري که څه هم تر اوسه پورې له کوچنیو بم غورځوونکو ډرون الوتکو سره نه دي مخ شوي خو وېره لري په نږدې میاشتو کې به دا هم تجربه کړي. د یوه امریکايي سرتېري په خبره ”بم غورځوونکې ډرون الوتکې به په راتلونکو څو میاشتو کې دلته هم راورسېږي“.

The U.S. Army has released footage showing soldiers zapping a drone using an anti-drone weapon during training. The one-minute video uploaded Oct. 28 to YouTube show soldiers with the 1st Battalion, 6th Infantry Regiment, capture an enemy drone using a product called Batelle's DroneDefender during an Oct. 23 exercise at Fort Bliss, New Mexico. (Screen grab via video by Steven Hitchcock/U.S. Army/via YouTube)

داعش ډلې په عراق کې کېمره لرونکې ډرون الوتکې په ګرنېټونو او کوچنیو بمونو سمبالې کړې دي او د عراقي پوځیانو پر ضد ور نه کار اخلي. همدا راز عراقي ملېشې هم د داعش په ضد له ډرون نه کار اخلي.

د ډرون الوتکو بمونه
د ډرون الوتکو بمونه

تېر کال طالبانو هم د لومړي ځل لپاره ډرون د ویډیو عکاسي کولو لپاره وکاروله خو تر اوسه پورې یې کوم بمي برید ورباندې نه دی ترسره کړی.

https://www.youtube.com/watch?v=upWjLwbBP7w

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button