هیواد:
آيا حكومت دا مني چې هېواد په بحران كې دى؟
سیاسي شنونکی:
هو ولې نه ! خو هغه مهال چې د امریکا ډالر پرې بند شي.
ویسا:
حكومت له ولس نه د لرې كېدو په لور!!
سیاسي شنونکی:
حکومت له ولس نه له هغه وخت راهیسې لرې دی چې د جان کیري په لاس یې بنسټ کیښودل شو.
آرمان:
آيا بيا د يوې بدمرغې او سپېرې تجربې تكرار؟
سیاسي شنونکی:
هو! افغانستان خو د تجربو لابراتوار دی.
اراده:
۱۶ كاله وروسته بيا هم پر هماغه خونړۍ كرښه ولاړ!
سیاسي شنونکی:
ځکه چې د کرکڼې بوټی نه نیسي انار.
اصلاح:
هغه تشه چې ولس مو يې هره ورځ درنه بيه ادا كوي
سیاسی شنونکی:
هغه رښتینی اسلام او یو سوچه اسلامي نظام دی او بس
د ختیځو ولایتونو استازی د یوې لویې غونډې په ترڅ کې:
په اوسني وخت کې له بحران څخه د وتلو ښه لار د لويې جرګې رابلل دي
سیاسي شنونکی:
د لویې جرګې رابلل او که د لوی خدای کتاب ته مراجعه کول؟؟؟ ( و ان تنازعتم في شیئ فردوه الی الله ورسوله) که څوک قرآن منی!
هریټج فاونډېشن تحقیقي بنسټ:
حامد کرزي په افغانستان کې د متحده ایالاتو سیاستونه افشا کړل
سیاسي شنونکی:
ځکه چې ډالر یې ورباندې بند کړي دي.
۸صبح:
حمله انتحاری بر یک مسجد در هرات ۲۰ کشته و ۳۰ زخمی برجا گذاشت
تحلیلګر سیاسی:
این یک عذاب خداوندی است که به سبب ګناهان ما برما مسلط شده است
محور:
در نشست اضطراری هلیکوپتر دو سرباز امریکایی زخمی شدند
تحلیلګر سیاسي:
در نشست اضطراری و یا در نتیجه مشت طالبي؟؟؟
د بلخ والي عطاء محمد نور:
د حکومت د خپلسریو او نابرابریو په مقابل کې به ودرېږو
سیاسي شنونکی:
خو د لنډغریو مقابلې ته طالبان راروان دي.
ویسا:
جګړې ته د بلك واټر د بدنصيبه پوځيانو تلل
سیاسي شنونکي:
پریږده چې د بلک واټر پوځیان هم د آسمان ستوري وګوري.
افغانستان:
افغان جګړه ولې پېچلې شوه؟
سیاسي شنونکی:
ځکه چې څه ډول بدلون وي هماغسي یی غبرګون دی.
ویسا:
كه قوماندان عبدالحق ژوندى واى؟!
سیاسي شنونکی:
نو افغانستان به کې به یې … لړلي وای.
هیواد:
د خداى ج اسرې ته پاتې بې سره او بې محوره ولس
سیاسي شنونکی:
ځکه چې: ما ترک قوم الجهاد في سبیل الله الا ضربهم الله بالذل. حدیث. کوم قوم چې جهاد پریږي خدای به یې ذلیل کړي.
ارمان:
آيا حكومت دا مني چې هېواد په بحران كې دى؟
سیاسي شنونکی:
تر هغې نه، چې جیبونه یې په ډالرو ورډکیږي، خو که ډالر بند شول نو د کرزي په شان به بیا د امریکا رازونه هم افشا کوي.
چراغ:
درگیری شاهراه کابل – کندهار را به روی ترافیک مسدود کرد
سیاسي شنونکی:
پس کي میګوید که طالبان ضعیف شده است؟؟؟


















