ډاکټر آصف
د افغانستان په ټولو ولایاتو کې په زرګونو ملي او بین المللی مؤسسات په خدماتو بوخت دي چې ځینې یې خیریه خدمات په مخ وړي او ځینې نور قرارداي خدمات وړاندې کوي، خو عجیبه داده چې په ټولو ولایتونو کې بیا له والیانو نیولې تر رئیساتو، آن تر ولسوالانو او مامورینو که ووایو چې تر چوکي دارانو ټول د رشوت غوښتنه کوي، او که رشوت ورنکړي نو د خدماتو مخه یې ډپ کوي او له ستونزو سره یې مخ کوي.
مثلا په ننګرهار کې ډیری مؤسساتو د خصوصي سکتور نه شکایت کوی چې تر هغې یې راپور نه تاییدوي چې څو پوری یې په لسګونو زره ډالر رشوت ورنکړي، همدا راز د اقتصاد ریاستونه هم تر هغې د مؤسساتو راپور نه اخلي تر څو چې نغدي یا نور رشوت ترلاسه نه کړي، د WFP نړیواله مؤسسه چې د پکتیکا په برمل او خوست کې پاکستانی مهاجرینو ته میاشتیني خوراکی او غیر خوراکی مواد توزیع کوي نو د مهاجرینو د رئیس سره لاس او ګریوان ده، د مهاجرینو رئیس په څرګنده د بډو غوښتنه کوي، که ور یی نکړی نو مشکلات ورته ایجادوي او یا د غلا تورونه پری لګوي او یا یی راپور نه تاییدوي.
همدغ راز په ننګرهار ولایت کې د کار او معیوبینو ریاست چې له هرې موسسی نه هغه مهال د رشوت غوښتنه کوی چې کله یی کارمندانو ته د کار جواز ورکوي.
همدا راز ولسوالان د ملي پیوستون پروګرام سره په دې شرط د همکارۍ هوډ واهه چې میاشتینی بډې ورکړی پرته له دی د مرستي پر ځای ورته مشکلات پیدا کوي.
همدغه راز ځیني والیان موسساتو په دی شرط د دکار زمینه برابروی چې د هغه له خوا نومول شوی کارمندان استخدام شی او یا یې موټری په کرایه ونیول شي.
وکیل صاحبان هم تر هغی د خیریه او نورو مؤسساتو ملاتړ او مرسته کوی چې د دوی غوښتنی ومني، که نه نو د فعالیت اجازه نه ورکوی او کړمي ورته ایجادوي.
په ریاستونو کی ځینې انجنیران او مامورین هم له موسساتو نه د بډو تمه لري کنه نو کارونه یې ورته نه اجرا کوی.
خو موسسات هم د شکایت جرأت ځکه نه کوي چې د موسسي په بلک لست کولو تهدیدیږي. مؤسسه باید یا رشوت ورکړی او له ستونزو سره مخ شی.
ویل کیږي چې دولت له دې حالت نه مکمله اطلاع لري خو چوپه خوله دی، امنیت پر ځای د دې چی خپل کار پر مخ بوځي، دوی هم کله نا کله موسساتو ته ورځي او د همکارۍ ډاډد ورکوي خو په مقابل کې ورنه د شین چراغ تمه لري.
خو خلاصه دا چی دولتي ټول ارګانونه په دغه له شرمه ډک حالت کی قرار لري، خو هیڅوک نشته چې د موسساتو آواز واوری او د دغو لیوانو مخه ونیسي چې موسسات تهدیدوي.


















