لیکوال: مصطفی نیازی
زما د اوښکو دی بارانه زه اقصی ژاړمه.
هم بی څیښتن یمه رحمانه زه اقصی ژاړمه .
راشی خالی زما محراب او هم منبر وگوری.
له اوسه نه له ډیر پخوا نه زه اقصی ژاړمه.
دا یهودان که نصارا دی ستا د دین دښمنان .
له حزب الله او له ایرانه زه اقصی ژاړمه.
له امریکا او له مسکاوه ځان ژغورلی نشم .
له اوباما او له سلمانه زه اقصی ژاړمه.
ای مسلمانه ته عرب او که عجم یی گوره.
زما زیگر پر هر دی تانه زه اقصی ژاړمه.
ورز د قیامت به زما چغی او ژړا ووینی.
شاکی یم زه له مسلمانه زه اقصی ژاړمه.
الهی رحم دی ارزان او بی پایان وی مدام.
تاته سوالونه او گریانه زه اقصی ژاړمه.
ای ذوالجلاله ته قادر او مقتدر یی ربه.
زه له یهودو یم پریشانه زه اقصی ژاړمه.
خدایه ته وامی خلی دنیا نه د اسمان په لوری.
آخر خلاصی می دی بلا نه زه اقصی ژاړمه .


















