(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۵)
ټاکل شوې ده، چې نن يو ځل بيا د کارابين کرکټ ليګ د سياليو په لړ کې د محمد نبي او راشدخان لوبډلې د يو بل پر وړاندې سيالي وکړي.
محمد نبي په اس ټي کیتس او نېویز پاېټریاتز کې لوبیږي او راشد خان بیا د ګیانا امازان واریریز سره دی.
تېره ورځ لوبه د محمد نبي لوبډلې وګټله او د نېویز پاېټریاتز لوبډلې د ګیانا امازان واریریز لوبډلې ته ماتې ورکړه.
راشد خان په پرونۍ لوبه کې په خپلو څلورو اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځوه.
محمد نبي په دغې لوبه کې په څلورو اورونو کې کوم لوبغاړی ونه سوځوه خو یوازې یې ۱۹ منډې يې ورکړې.
په ورته وخت کې د ویسټ انډیز د لوبډلې مشهور لوبغاړي کریس ګیل چې د سنټ کیتس او نېویز پاېټریاتز د لوبډلې مشري په غاړه لري وايي، چې محمد نبي او راشد خان د کرکټ او افغانستان لوی استعدادونه دي.
نوموړي د محمد نبي د پرون ورځې لوبه وستايله او زياته يې کړه چې خوښ دی د ده په لوبډله کې لوبېږي.
خو راشد د ګیانا امازان واریریز په لوبډلې کې دی چې کپټان یې د نیوزلنډ لوبغاړی ګاپټل دی.
د ویسټ انډیز دغه تجارتي سیالۍ د اګست په څلورمه پیل شوې او ټاکل شوې چې شاوخوا یوه میاشت روانې وي.
دا د کاربین کرکټ لیګ تجارتي سیالۍ دي چې په اول ځل په کې دوه افغان لوبغاړي محمد نبي او راشد خان لوبیږي.
دا لوبې د امریکا د فلورېډا په ایالت کې کیږي.
-الماس خدرخېل-
















