سوله چې سړه شي؛ جګړه توده شي!

سرليکنه
د افغانانو د برخليک په اړه که وليکو چې هره ورځ له بې شمېره بدبختيو سره مخ کېږو، دا ليکل مو هم پرې نه پېرزو کېږي. د مشرانو وينا ده: د بدبخته جمله هغه چا لپاره کارول کېږي څوک چې د چا نه خوښېږي. موږ به هم د چا نه خوښېږو چې کله کله بدبخته راته ويل کېږي. که د يو څو هېوادونو مشران په ځینو ستونزو چې راسره یې لري او نه یې خوښېږو هغه په خپل ځای، خو چې دا د اروپايي ټولنې (امريکا) ولې نه خوښېږو او په شته هېواد کې یې له نشت سره مخ کړي يو؟
په اصل کې افغانان پتمن، عزتمند، جنګيالي، مېلمه پال او… خلک دي، خو دا يوه تشه په موږ کې شته چې خپل دوست او دښمن نه شو پېژندلاى. په خپله خوشباورۍ کې رانه هر څه سېلاب وړي دي. څه وخت چې موږ خپل دوست او دښمن وپېژانده، بيا به د هر چا خوښ شو، هر يو په بده سترګه کتونکی به پر دې پوهه شي چې زموږ په د ښمنانه پاليسۍ پوهېږي.
په ١٨٨٠ميلادي کال کې مو د ميوند په جګړه کې د پښتنې پېغلې ملالې په يوه ټپه انګريز پسې واخیست؛ خو وروسته مو په کابل کې له انګرېز سره په يوه او بل نامه د يارانې مزي بيا تازه کړل.
روسانو ته مو خپل زور ښوولى ؤ، خو په ١٨٨٥ کې یې چې پنجده نيوله، موږ وسره موافقه وکړه چې د افغانانو سره به په هيڅ صورت جګړه نه کوئ. پنجده مو ورپرېښووله او دوستي مو ورسره پيل کړه.
د شاه اشرف او ايرانيانو په مازندران کې مرګونې جګړې وشوې، بيا چې ترکیې پرې بريد کاوه، موږ د ايران ننګه وکړه او له ترکيې مو خلاص کړ.
د امريکا پخواني جمهور رئيس جان ايف کينډي ته – چې په ١٩٦٣ميلادي کال کې ووژل شو – تر ټولو لومړی د خواخوږۍ پیغام افغانستان واشنګټن ته مخابره کړ.
دې ټولو يارانو چې موږ ورسره دوستي کوله موږ سره یې څه وکړل؟ بيا هم موږ نه پوهېږو؛ ځکه خو وايو چې افغانان په سختو بدبختيو کې راګير دي او دومره سياسي پوهه په موږ کې نشته چې له دې بدبختيو او له څلورو لسيزو راپدېخوا پر موږ له راتپل شوې جګړې څخه ځانونه وژغورو.
له پرنګه نيولې تر وروستي دښمن امریکا پورې، موږ د دوستۍ په نامه يو پر بل وژني چې پوښتنه هم ترې نه شو کولاى. له څه وخته چې امريکا پر موږ جګړه تپلې، له هغې ورځې مو د سولې په نامه دوکه کوي. دوه اونۍ دمخه یې زموږ د ښځو يوه ډله له هېواده بهر د سولې په نامه ولېږله. مانا دا چې په افغانستان کې سوله راوستل له نارينه وو نه ونه شوه اوس به ښځې سوله راولي. د شرعي او افغاني رواياتو په درناوي د ښځې هر وېښته ته موږ د قدر په سترګه ګورو؛ ځکه خو نه غواړو ښځه مو سرتوره وګرځي اما دا چې امريکا څه کوي، دا د افغانانو لپاره يو بل ذلت دى.
امريکا چې نه غواړي په افغانستان کې سوله راشي، سوله تر واورو سړه او جګړه توده شي، نوره یې د افغان نارينه وو پر ځای د سولې پروسه ښځو ته وسپارله. يو نادولتي سازمان يو څو تنه ښځې د ښځينه فعالانو په نامه يوه او بل هېواد ته لېږي او د (سولې لپاره د ښځې رول) په نامه غونډې کوي. له دې دا څرګنده شوه چې په افغانستان کې جګړه روانه او نور څوک د سولې نوم هم وانخلي.
په دې پروسې سره دا کېداى شي چې سوله به په کرار کرار د افغانانو له ذهنونو ووځي او جګړه به له يوې ورځې بلې ته تودېږي.



