د قطر– ترکیې ترمینځ د (اوسپنیزې زغرې) تر نوم لاندې مشترکې پوځي مانورې پاې ته ورسیدې

د اوسپنیزو زغرو پوځې مانورې چې د قطر د امیر د ځمکنیو ځواکونو لخوا د ترکیې له ځواکونو سره مشترکا د دوه ورځو لپاره په لاره اچول شوې وې پای ته ورسیدې.
د دغه ټریننګ قومندان جنرال هادي راشد الشهواني وویل چې د ټریننګ موخه د پوځي قومندانانو روزل وو چې څنګه وکولای شي خپل موقف وساتلای شي، څه ډول پلانونه اماده کړي، څه ډول ولکې ټینګې کړي او څه ډول د خپلو قطري امیري ځمکني ځواکونو او د ورور ترکيی ځواکونو تر مینځ همغګي وساتي، څو له متوقعه شړیدا او کړۍ دارو عملیاتو پر مهال خپل موقف وساتي او څرنګه وکولای شي په استراتیژیکو سیمو کې خپل پخوانی موقف اعاده او خپل کړي.
د ترکیې د وسله والو ځواکونو شپږمه فرقه قطر ته د جولای په ۱۸ نیټه ورسیده، او د قطر د وسله والو ځواکونو سره یې د فوځي مرستې تر سیوري لاندې خپل وظایف همغګي کړل، او د دواړو هیوادونو تر مینځ یې د مشترکې دفاع موافقو ته عملي جامه واغوسته.
ترکي وسله والو ځواکونو د خپلو رسیدو سره سم خپل ټریننګ د جولای په ۱۹مه عملا پیل کړ.
ترکي پارلمان د جون په اتمه د آراو په اکثریت پریکړه وکړه چې د ترکیی او قطر تر مینځ به پوځي متقابلو مرستو ته دوام ورکوي او د هغو موافقو ملاتړ به کوي چې په ۲۰۱۵ کال کې پرې توافق شوې و چې په ۲۰۱۶ کال کې پکې یو لړ تعدیلات رامینځته شول چې په هغې کی ترکیی ته دا حق ورکړل شو چې کولای شي په قطر کې خپل فوځي اډې تاسیس کړي او د دواړو هیوادونو تر مینځ پریکړه وشوه چې خپل نظامي ځواکونه به پکې په محدود ډول خپاره کړي.
د الجزیرة نه په مننې
ژباړن: عزیر اسدخیل



