د مطمئن نيول کېدل د دې ښکارندوینه کوي چې هر قلموال باید ټوپکوال هم وي !

فرمان الله نجرابوال
لومړی شی چې الله جل جلاله پیدا كړ هغه قلم دی ،قلم یو خپواک شی دی همداراز هر قلموال خپلواک دی .قلم چې دکوم ګوند پر ضد خوځښت نه کوي او هر قلموال حق لري ،چې دقلم په ژبه خلکو ته حقایق را وسپړي .او دبیان آزادی اصول هم دادي چې هر قموال کولای شې چې ټولنه کې خپل نظر د نورو سره شریک کړي
افغانستان كې خلک وایي بیان ازادی شته ده حقیقت دادی چې بیان ازادۍ یو شعار دی حقیقت نه لري ،کله ناکله دیوې وسلې په څیر کارول کیږي
په فردې ازادۍ فکري ازادۍ کې هر إنسان حق لري ترڅو خپل حقوقو غوښتنه وكړي خو په افغانستان کې یواځې دآمریکا پرضد غږ پورته کول لوی جرم بلل شوی.
افغان حکومت دبیان ازادۍ اصول ته ژمن نه دي په حکومت كې ناست خلک دافغان اساسی قانون ته احترام نه لري .يوښه بیلګه هغه د نظرمحمد مطمئن نیول دي .مطمئن صاحب چې دافغان ولس د ازادۍ خپلواکۍ دحاصلو او د اشغال ،شرفساد ،ظلم ،بی عدالتۍ د ورکولو غږ دی یو تګړه قلموال ،مرکوال هم دی د بیان ازادۍ داصولو سره سم خپل دریځ په رسنیو کې څرګنده ؤ په اوسنې افغان حکومت باندې ځېنې نیوکې کولې او د یادونې ده چې دا ده هر چا یو ملی حق دی بیان آزادۍ هم اجازه ورکوي مطمئن صاحب چې د بیان ازادۍ اصولو ته په پام سره په اوسنې بې واکه حکومت باندې نیوکې کولې چې پایله داشوه چې تر زندانه ورسید
دافعان حکومت د مطمئن پرنیولو خپل وحشیانه څیره بربنډه کړه ،وارخطایې ثابتی كړه او مطئن صاحب یې ونیولو دنومړې نیول کیدل ددې ښکارندوینه کوي چې هرقلموال باید ټوپکوال هم وي كنه نو دمطمن په څیر برخلیک سره مخامخ شي
خو افغان حکومت باید پوه شي د ولس غږ په زور ،تښتوونو،حبس،شکنجه ،تعذېب نه شې خاموشه کولای
دطالبانو د نظام د نړیدا نه راپدیخوا ۱۷کاله شاوخوا وشو چې دهیواد ولس مشران اولوړ پوړو چارواکو په رسمی او غیر رسمی ډول په وسله طالبانو غږ کوي چې سلاح پر ځمکه کیږدئ او قلم په لاس کې واخلئ .دولس مشرانو د پریکړې پر اساس قضایې اروګانونو ته امر وشوو که کوم طالب پلوه تسلیمیدو هغه داسې دی لکه عام افغان (هېڅ مجرم نه دی )
کله چې افغان حکومت دیو طالب پلوه نه د راتلو غوښتنه وکړه نو هغه هم ومنله خپل ټوپک یې داږو ښکته كړ ،قلم یې په لاس کې واخیست .دهیواد اساسې قانون ورته د بیان ازادۍ حق ورکړ خو کله چې هغه دملی او قانوني حق په دایره کې راپاسید دافغان حکومت ځېنې كړنې دپښتنو لاندې راوستې چې دا د هر قلموال یو ملی حق دی
نو افغان حکومت په داسې قلموال بندیزونه ولګول وې کواښل آن تر دې چې د زندان تر دروازو ورسول شول لکه دمطمئن چې یو قلموال دی هر ځای کې په لوړ غاړه حق ویلی دی دحق طرفدارې کړې ده دامنیت لخوا په داسې مهال کې نیول کیږې چې دکورنه د پوهنتون پلور روان ؤ
مطمئن صیب له دې وړاندې هم نیول شوی ؤ چې ډیر ژر راخوشې شوو .دافغان حکومت دا ډول بې ځایه نیول ددې ښکارندوینه کوي چې هرقموال باید ټوپکوال هم وي .دافغان حکومت داګړنه ښایې چې ډیر قلموال په نور ټوپک هم ګرځوي
دافغان حکومت داکار پدې مانا دی چې دوی قلم ته احترام نلري ،دبیان ازادۍ اصولو نه مني !
افغان حکومت لاندې ډول خلکو ته ته احترام لري خو یو بې طرفه لیکوال ته احترام نلري
١:لکه دوستم چې ایشچې سپکاوی وګړ نر غوندې ازاد ګرځې
۲:لکه عطاء محمدنور چې څو څو ځله په رسنېزه توګه وایې زه دا نظام نه منم داڅوك نشته چې پوښتنه ترې وکړې
۳:لکه پدرآم چې په ښکاره ډول پښتون او پښتو ته بدنام وې هرتې تڼۍ ګرځې
۴:لکه طلوع ،لمر،یک ټلویزونې شپکې چې دافغانستان تمدن یې دخاورو سره خاورې کړو
دغه او دیته ورته سلوګونو پیشې شته چې لوی لوی جرمونه یې کړې دي آزاد ګرځي .
خو په دې هېواد کې د سلاح کیښودل جرم ،ځکه دغه جرم نظر محمد مطمئن كړی دی چې اوس مهال په زندان کې شپې سبا کوي



