سعودي: د شاهي کورنۍ د ځوان شهزاده جسد موندل شوی دی

سعودي: ځوان شهزاده په ناڅاپي توګه مړ موندل شوی دی
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۱۸ فرید افغان)
د سعودي رسنۍ خبر ورکوي، چې تېره ورځ د شاهي کورنۍ یو ځوان شهزاده سلمان بن عبدالله بن ترکي مړ جسد موندل شوی دی.
د شاهي کورنۍ ځینو غړو د نوموړي مړینه د زړه له حملې له امله بللې ده؛ خو په سعودي کې مېشت ځینې فعالان بیا د سلمان بن عبدالله مړینه د شاهي کورنۍ کې د خپلمنځي اختلافاتو له امله بللې ده.
ځینو سعودي فعالانو ویلي چې د دې هیواد په شاهي کورنۍ کې د پراخو اختلافاتو د پنځیدو له کبله ښایي هغه په مرموزه توګه وژل شوی وي.
سعودي سیاسي فعال احمد عبد الله الحمراوي، په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې شهزاده سلمان بن سعد الترکي د سعودي اوسني ولیعهد او راتلونکي پاچا شهزاده محمد بن سلمان لخوا د زهرجنو کوکایینو په مرسته وژل شوی دی.
دې فعال د خپلې خبرې د استدلال لپاره ویلي چې دیاد شهزاده معالجو داکترانو داخبر چې شهزاده سلمان د زړه ناروغۍ لرله رد کړې ده.
یاد شهزاده دشاهي کورنۍ تر تولو ځوانه څیره وه چې شاوخوا ۲۷ کاله عمر یې درلوده.
ځینې خبرونه وایي چې شهزاده سلمان بن سعد الترکي د زیاتو مخدراتو استعمال له کبله دوه ورځې په خپل اطاق کې مړ پروت ؤ، خو کورنۍ یې ورباندې وروسته خبره شوې ده.
باید وویل شي چې تیره ورځ رسنیو خبر ورکړ چې
درې ورځې وړاندې هم په جده ښار کې د شاهي کورنۍ یوه غړي د سعودي باچا په ځای ناستي ( ولیعهد شهزاده) محمد بن سلمان باندې ناکامه حمله وکړه، چې هغه ورڅخه بچ شو؛ لیکن پولیسو بریدګر شهزاده ونیولو او تر اوسه یې د هغه د هویت په اړه معلومات خپاره کړي نه دي.
د یادونې وړ ده چې د باچا سلمان لخوا د پخواني ولیعهد لرې کول او پرځای یې د خپل ځوی ګمارل د دې هیواد په شاهي کورنۍ کې پراخ اختلافات رامنځته کړي چې ورځ تر بلې ترینګلي کیږي.



