
د نړۍ لس نابغهگان
ژباړه: خوشال درانی
په نړۍ کې ډېر نابغهگان شته، تېر شوي او ځینې کېدای شي وروسته راشي. دغو نابغهگانو په خپل وخت کې په جلا ـ جلا علومو کې نوښتونه کړي. د دوی په اړه قضاوت گران کار دی او موږ نهشو ویلي، چې کوم یې ډېر هوښیار او له نورو ډېر پوهېده.
دغو نابغهگانو په جلا ـ جلا علومو کې شهرت لاره او داسې نه وه، چې په ټولو علومو دې برلاسي وو. ځینو نابغهگانو په ریاضي کې ځانگړی مهارت درلود؛ خو په نړیوالو اړیکو، حقوقو او نورو علومو کې برلاسي نه وو.
د نړۍ نابغهگانو په فزیک، ریاضي، کیمیا، ساینس او لسگونه نورو علومو کې ځانگړې پوهه لرله او هر یوه یې په یوې جلا برخه کې نابغه و.
نبوغ
نبوغ یا نابغهتوب په دې نړۍ کې یو له رازونو پټ شی نه دی، چې ښکاره نهشي. نابغهگان کولی شي هغه پوښتنې ځواب کړي، چې ددې کُرې خلک یې له کلونو ـ کلونو راهیسې د ځواب په لټه کې دي.
نابغهگانو یوازې د خپلو دماغو څخه ۲.۵ سلنه گټه اخیستې او که چېرې هرانسان خپل ماغزه په کار واچوي، کولی شي ډېر کارونه ترسره کړي.
د نړۍ یو له نابغهگانو څخه انشټاین و، چې تراوسه یې سیال نه لیدل کېږي. انشټاین وکولی شول، چې د ریاضي پېچلې مسئایل حل کړي. ویل کېږي د انشټاین د مغزو IQ له دوسوو پورته وه.
د نړۍ اوسنيو او مخکېنيو نابغهگانو خپلو کې توپیر درلود او هر یو یې د خپل وخت سره سم ځینې نااشنا کارونه ترسره کړي دي.
کېدای شي اوس هم ډېر نابغهگان وي؛ خو داچې شرایط ورته برابر نهدي، نو د نړۍ له عینکو نه پټ پاتې دي. پهدې نوملړ کې د نړۍ لس نابغهگان درپېژنم، چې ددوی د مغزو اې کیو له ۱۴۰ سلنو پورته ده.
۱ـ سټفان ویلیام هاوکینگ:« Stephen William Hawking» په ۱۹۴۲ز کال په برېتانیه کې وزېږده.
دی فزیک پوه او ستوری پېژندونکی و او د مغزو اې کیو یې له ۱۶۰ پورته وه. سټفان د فزیک اړوند سلگونه پېچلې مسئلې حال کړې او د فزیک اړوند مسئایل یې خلکو ته روښانه کړل. ده اووه بېسارې کتابونه ولیکل، چې څوارلس ځلې یې د نړۍ له معتبرو او پېژندل شویو مرکزونو څخه جایزې ترلاسه کړې.
سټفان هاوکینگ په معلولیت کې تر اویا کلنۍ پورې ژوندی و؛ خو له مرگ وروسته یې انسانانو ته د فزیک او ستوریو پېژندنې په برخه کې ډېرې د حل لارې پرېښودې.
۲ـ کیم اونگ یونگ: دی د سویلي کوریا اوسېدونکی دی او په ریاضي او د ژبو په زده کړه کې ځانگړی مهارت لري. یونگ په شپږ میاشتنۍ کې په خبرو کولو پیل وکړ او په درې کلنۍ کې یې کوریايي، جاپاني، الماني او انگرېزي ژبو روانې خبرې کولې. د یونگ د مغزو اې کیو له ۲۱۰ پورته وه.
یونگ د ریاضي د انټیگرال پېچلې مسئله حل کړه او کولی شي د چینايي ژبې شعر په کوریايي ژبه ولولي. کیم اونگ لسگونه کتابونه، مقالې او گڼ شمېر شعرونه په چینايي او کوریايي ژبو لیکلي دي.
ده په څوارلس کلنۍ کې د کالج دوره پای ته ورسوله. په اته کلنۍ کې د امریکافضايي ادارې«ناسا» د یادې ادارې سره د همکارۍ او زده کړو لپاره بلنه ورکړه. ده له ناسا سره څو کلونه کار وکړ او د هایډرولیک اړوند یې ۹۰ مقالې ولیکلې.
د نړۍ د نابغهگانو په کتاب کې یې تراوسه نوم د کم عمره نابغه په توگه ثبت دی، چې د مغزو اې کیو له ۲۱۰ پورته وه.
۳ـ پل الن: د مایکرو سافټ بنسټ ایښودونکی دی. د الن د مغزو اې کیو له ۱۷۰ پورته وه. دی تراوسه په دې مشهور دی، چې له خپلو دماغو یې پوره گټه اخیستې ده. الن ۱۴.۲ بیلیونه ډالر شتمني لري او د نړۍ د شتمنو کسانو په لومړي لیست کې دی.
الن د کمپیوټر د پوستکالو، کمپیوټري لوبو، انټرنېټي«نړۍجال» اړوند لوی شرکت لري او د بشري خدمتونو په برخه کې په ټوله نړۍ کې پېژندل شوی کس دی.
۴ـ گري کاسپاروف: دی د روسیې اوسېدونکی دی. په ۲۲ کلنۍ کې په ټوله نړۍ کې د شطرنج اتل شو او د کمپیوټر د شطرنج لوبو سیالي یې څو ځلې وگټله. د ده د ماغزو اې کیو له ۱۹۰ نه پورته وه. وروسته سیاست ته راغی او لیکوالي یې پیل کړه. په ۴۹ کلنۍ کې یې یوه مدني ټولنه جوړه کړه او ددې ټولنې بنسټ ايښودونکی شو؛ خو د شطرنج نړیواله اتلولي یې څو کاله پرلپسې له ځان سره وساتله.
۵ـ سر انډرو ویلز: دی ریاضي پوه و او د ماغزو اې کیو یې له ۱۷۰ پورته وه. ده د ریاضي په برخه کې ډېر کار وکړ او د ریاضي په برخه کې یې په تیوریو او نظریو له سره کتنه وکړه. ویلز د نړۍ د مختلفو ادارو څخه ۱۵ جایزې هم وگټلې او د ریاضي په برخه کې یې لوړ مقام وگاټه.
۶ـ جودي پلگار: د ماشوم روزنې، ډرامې او مطالعې په اړه لسگونه مقالې ولیکلې او د ماشومانو د سالمې روزنې په برخه کې په متخصص مشهور دی. د پلگار د ماغزو اې کیو له۱۷۰ پورته وه او په ماشومتوب کې هم یو بریالی کس و.
۷ـ کرسټوفر هیراټا: ده د فزیک په برخه کې ځانگړې پوهه لرله او په ۱۳ کلنۍ کې یې د فزیک اړوند د «څپو جوړولو» په برخه کې د سروزو مډال وگاټه.
هیراټا په شپاړس کلنۍ کې له ناسا سره کار پیل کړ او «مریخ ته څنگه ولاړ شو» په پروژه کې یې ورسره همکار وکړي. ده په ۲۲ کلنۍ کې خپله دوکتورا بشپړه کړه او د مغزو اې کیو له ۲۲۵ څخه پورته گڼل شوې ده.
د هیراټا نوم د نړۍ د عجایبو په کتاب کې هم لیکل شوی، چې په ماشومتوب کې یې ستر کارونه ترسره کړي دي.
۸ـ ټرنس ټایو: دی اسټرالیا الاصله امریکایی دی. ټایو د ریاضي په برخه کې ځانگړې پوهه لرله، چې د مغزو اې کیو یې له ۲۳۰ څخه پورته وه.
ټایو په دوه کلنۍ کې د ریاضي په برخه کې مطالعه پیل کړه او په ۱۳ کلنۍ کې د المپیاډ په سیالۍ کې یې د ریاضي په برخه کې د سرو زرو مډال واخیست.
ده د ریاضي په اړه ۲۳۰ څېړنیزې مقالې لیکلي، چې په دومره شمېر کې مقالې یې تراوسه نړیوال ریکارډ په توگه پاتې دي. ټایو په ۲۰ کلنۍ کې د پرېنسټون پوهنتون څخه دوکتورا واخیسته او په ۲۴ کلنۍ کې د UCLA په پوهنتون کې استاد شو.
۹ـ ریک روسنر: دی یوازې لیکوال دی؛ خو د مغزو اې کیو یې ۱۹۲ نه پورته ده. روسنر رسنیو ته مقالې لیکي.
د ده په اړه ویل کېږي چې دی لومړی ډېر تنبل و او په شل کلنۍ کې یې خپل نوم بدل کړ، څو په ښوونځي کې پاتې شي.
۱۰ـ جیمز ووډز: دی د فلمونو او تیاتر لوبغاړی دی او د ټلویزونونو لپاره په فلمونو کې کار کوي. درې جایزې یې گټلې او دوه ځلې د «سکار» جایزې ته هم نوماند شوی دی. ده په ټلویزون کې د «ژمنې» په نامه خپرونه لرله، چې زرگونه مینوال یې لرل.
د ده په اړه ویل کېږي، چې ده په ریاضي کې ځانگړی مهارت درلود؛ خو په دې برخه کې یې نیمه لوړې زده کړې هم ونه کړې. د ووډز د مغزو اې کیو له ۱۸۰ هم پورته وه؛ خو دومره ذهین ذهن یې یوازې فلمونو ته ځانگړی کړی و.



