پکتیا: حکومت له ۵ ورځنۍ واکمنۍ وروسته جانیخیل ولسوالۍ بیا پریښووده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۱۹ فرید افغان)
سیمیزو سرچینو رسنیو ته ویلي چې تیره ورځ مازدیګر وسلوال طالبان یو ځل بیا وتوانیدل چې دا ولسوالۍ د دریم ځل لپاره سقوط کړي.
سرچینو ویلي چې ولسوالۍ کې کافي مهمات او ځواکونه موجود ؤ خو داچې دطالبانو د تهاجمي حملو دفاع یې ونشو کړای ولسوالۍ او اړوند پوستې یې یوځل بیا په ډیر کم وخت کې له لاسه ورکړې.
د پکتیا مرکزي چارواکو د ولسوالۍ بیاځلي سقوط تائید کړی دی
د پکتیا امنیه قومندان توریالی عبدیاني رسنیو ته ویلي، پرون ماښام اووه بجې نږدې دوه سوه وسله والو د جاني خېلو پر مرکز برید وکړ، چې افغان ځواکونو دولسوالۍ مقر پریښوود او یو کېلو متر شاتګ یې وکړ.
‎عبدیاني ادعا کوي چې په پرونۍ جګړه کې یې یواځې دوه پوځيان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ولسوالۍ په سقوط سره یې شاوخوا پوستې هم نیولې، لسګونو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې چې د ۱۲ تنو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي. همدارز یې ګڼې وسلې او وسایط له دولتي ځواکونو نیولي دي، چې په هغو کې ۵ ټانکونه، ۱ رینجر ۲ بیلډوزر ، ۲ پايي هاوان، ۶ میله کلاشینکوف ، ۱ میل دهشکه او خورا ډير مهمات، نظامي توکي او لوازم شامل دي.
طالبانو ویلي چې د دوی دوه تنه وژل شوي، او درۍ نور ټپیان دي.
په همدې مهال د پکتیا د ولایتي شورا غړي تاج محمد منګل رسنیو ته ویلي، چې د جاني ولسوالۍ په جګړه کې ۱۰ تنه امنیتي سرتیري وژل شوي او دا مهال د ولسوالۍ مرکز له طالبانو سره دی.

د یادونې وړ ده چې ۵ ورځې وړاندې ګډوځواکونو چې شمیر یې زرګونو ته رسیده د طالبانو څخه د لسو ورځو وروسته د یادې ولسوالۍ د نیولو ادعا وکړه.
چې تیره ورځ یې بیرته پریښووده

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button