شمالي کوریا د ګوام په امریکایې اډه د برید کولو نیټه اعلان کړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۱۹ فرید افغان)

د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس ویلي دي چې د هیواد پوځ یې د اګست په نیمايي کې د ګوام په سیمه کې په امریکایي اډه د برید کولو په خاطر چمتو دي.
د یاد خبري آژانس په وینا چې پوځ یې په یاده پوځي اډه د منځ واټنه بالستیک توغندیو توغولو ته یواځې دخپل ولسمشر کیم جونګ اونګ د امر انتظار باسي.
پوځ ویلي دي د اګست په نیمايي کې د ګوام په سیمه د ۴ بالستیک توغندیو په توسط به دا اډه په نښه کړي.
د پوځ په وینا چې د برید پلان جوړ دی او یواځې یې د تایید لپاره د اعلی سرقومندان کیم جونګ اونګ امر ته سترګې په لار دي
باید وویل شي چې تیره ورځ د شمالي کوریا له ګواښ وروسته د ګوام پوځي اډې ته د امریکا د دفاع وزیر هم ناڅاپی سفر وکړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button