سرليکنه
تېره ورځ د امريکا جمهور رئيس، ډونالډ ټرمپ په يوه مطبوعاتي غونډه کې ويلي دي چې د افغانستان لپاره یې تګلاره يوه ستره پرېکړه ده او دې پرېکړې ته نږدې شوي دي. د دوو مياشتو راپدېخوا امريکا غواړي د افغانستان لپاره خپله تګلاره او ستراتيژي جوړه کړي، خو د سنا مجلس د نيوکو او غوښتنو له امله ټرمپ تراوسه دا ستراتيژي او تګلاره نه ده جوړه کړې.
امريکايي سناتورانو څو څو واره له تېر واکمن اوباما څخه هم غوښتي وو چې د افغانستان له تاواني جګړې ځان خلاص کړي؛ خو اوباما يوازې دا وکړل چې ٢٠١٤ميلادي کال یې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي پوځونو د پوځي ماموريت د پای کال اعلان کړ.
دا چې تراوسه پورې په افغانستان کې تر ١٣٠٠٠ زيات بهرني پوځونو ميشت دي، امريکايي سناتوران غواړي په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د بريدونو په زياتوالي سره – چې پر بهرنيو پوځونو او ملي اردو یې کوي، يا په ځینو مهمو سيمو کې عمليات کوي – د حالاتو د کنټرول لپاره نور پوځونه افغانستان ته واستوي؛ ځکه امريکا په جګړه کې ښکېله ده او ورځ په ورځ له تاوانونو سره مخ ده.
ټرمپ او خپله د سنا مجلس غړي په افغانستان کې روانه ګډوډي د امريکا په تاوان ګني. وايي چې، هڅه کوي په افغانستان کې روانه ګډوډي راکمه کړي. خو په حقيقت کې امريکا نه غواړي په افغانستان کې ګډوډي پاى ته ورسېږي.
په افغانستان کې چې څومره ګډوډي وي او جګړې روانې وي، امريکا ته ترې ګټه رسېږي؛ ځکه خو یې په لوى لاس په افغانستان کې په يوه او بل نامه جګړې پيل کړې دي. امريکا چې پر افغان ولس یې جګړه تپلې ده، ترهغې به ورته دوام ورکوي څو د هغوی په نظر ”خپلو موخو“ ته ورسېږي.
وړمه ورځ چې سناتور جان مکين د سناتورانو يوې غونډې ته وينا کوله، ویې ويل: افغانستان ته بايد نور عسکر واستول شي، څو امريکايي افسران او پوځ د افغان ملي اردو سره په جګړه کې مرسته وکړي، امريکايي قوماندان ته د جګړې بشپړ واک ورکړل شي چې د حکوت پر مخالفو وسله والو ځمکني او هوايي بريدونه وکړي.
د امريکا د سنا مجلس غړي به د راتلونکې سپتمبر مياشتې وروسته له رخصتيو کار ته راستنېږي؛ خو سناتور مککين وايي چې کوښښ کوو د دفاع په کلنې پاليسۍ د بحث په وخت کي د افغانستان لپاره يوه کاميابه ستراتيژي جوړه کړو او د رايو په اکثريت سره افغانستان ته نور د اړتيا وړ پوځونه ولېږو.
که امريکا په رښتينې توګه غواړي په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي؛ خپل پوځونه دې له افغانستانه وباسي، يو مهالوېش دې ورته وټاکي. ځکه څومره چې په افغانستان کې د امريکايي پوځونو وخت زيات تېرېږي، هومره امريکا له تاوانونوسره مخ کېږي او بيا به هم لکه د روسانو سرماتي او غاښ ماتي له افغانستانه په شرمېدلې تېښته ووځي. غوره دا ده چې ټرمپ د يوه مهالوېش له مخې خپلو پوځونو ته له افغانستانه د تلو زمينه برابره کړي.
که امريکا په افغانستان کې تر زياته وخته خپل پوځونه پرېږدي، بيا هم نه شي کاميابېداى؛ ځکه امريکا غوښتل په افغانستان کې د حکومت مخالفو وسله والو په مقابل کې ملي اردو غښتلې کړي، خو دا دی اوس ورته څرګنده شوه چې په تېرو ١٦ کالو کې یې ملي اردو غښتلې نه کړه، او خپل پوځونه که د جګړې لومړۍ ليکې ته استوي، بې شميره جنازې به امريکا ته لېږدوي؛ ځکه خو ترې د کاميابۍ لاره ورکه ده او دا نيوکې پرې کېږي چې امريکا په افغانستان کې په خپله تګلاره کې پاتې راغله.
په خپله يو شمېر امريکايي نظاميان په دې اعتراف کوي چې لومړی پر افغانستان د بش له خوا پوځي يرغل، بيا د اوباما لخوا تر ٢٠١٤ پورې په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو پوځي ماموريت پای ته رسول او د افغان حکومت پر مخالفينو د هوايي بريدونو کمښت هغه تېروتنې دي چې امريکا به په افغانستان کې بالاخره د پوځونو د وتلو مهالوېش ته اړ باسي. د ټرمپ د تګلارې کاميابي دا ده چې له افغانستانه خپل پوځونه د يوه ټاکلي مهالوېش سره سم وباسي.

















