(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۱)
د سرپل ولايت د صياد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ درنې نښتې روانې دي.
د سرپل ولایت امنیتي چارواکي وايي چې له وسله والو طالبانو څخه يې د میرزاولنګ سيمې د بېرته نیولو لپاره د «البرز لس» په نامه عمليات پيل کړي دي.
په سرپل کې د دویمې لوا قومندان عبدالغفار احسان دغه عمليات تائيدوي او وايي، چې په جګړه کې يې له طالبانو درې پوستې نيولي دي.
خو له بلې خوا وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې د دولتي ځواکونو عمليات يې له ماتې سره مخ کړي او وياند يې قاري يوسف احمدي ويلي، چې پرون ورځ (مزدور دښمن غوښتل د صیاد ولسوالۍ په میرزاولنګ سیمه کې د مجاهدینو پر وړاندې عملیات وکړي خو هلته له پرلپسې ماتې سره مخ شوي دي).
يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې وسله والو طالبانو د صياد ولسوالۍ په يو کيلو مترۍ کې جګړه پيل کړې، چې دولتي ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله هم رسېدلې ده.
طالبانو هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د تازه نښتو خبر ورکړی او ويلي يې دي، چې د بلندغور، يمچي په سيمه کې يې له دولتي ځواکونو ځينې پوستې نيولي او يو شمير نور عسکر يې په خپلو مرکزونو کې کلابند کړي دي.
تر اوسه دواړو غاړو د تلفاتو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د سرپل د والي وياند وايي، چې په سيمه کې امنيتي ځواکونو عمليات پيل کړي، خو په وينا يې د هوايي ځواک له کارولو پرته به نتيجه ورنکړي، ځکه چې طالبان له خپلو سيمو کلکه دفاع کوي او د عملياتي قوې د مخکې تګ مخه يې ډپ کړې ده.


















