ملامحمد مطمئن
زه د دې دهر یم مجنون د مینې
ما هم پیل کړی دی ژوندون د مینې
وصال یې خوږ دی له ګبینو څخه
جوړوی ټپ په زړه بېلتون د مینې
هغه به خود په سرو لمبو ګډېږي
چې په کوم چا راشي جنون د مینې
خود به دارینو کې فائز یادېږي
چې کوي رب سره تړون د مینې
خلکو بایللي دي سرونه په کې
دا دي اصول دا دی قانون د مينې
خو سراسر په کې دردونه نغښتي
لیدلی نه دی چا سکون د مینې
رانه جهان ټول نفرتونو وخوړ
خدایه را خور کړه سباؤون د مینې
پرې مطمئنه غزل ښکلی ښکاري
نن درته لیکمه مضمون د مینې


















