زابل: د طالبانو سره په جګړه کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۱)
د زابل ولايت چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو د شاجوی ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په پوستو بريدونه کړي، چې په پايله کې يې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.
د شاجوی ولسوال وزير محمد جوادي رسنيو ته ويلي، چې تېره شپه طالبانو په لالي کلي، خان کلي، عبدالرووف کلا او ناصر کلا په سيمو کې د محلي پوليسو په پوستو بريدونه وکړل، چې په ترڅ کې يې شپږ سيمه ييز پوليس او يو ملي پوليس وژل شوی دی.
نوموړي زياته کړې، چې په دغو نښتو کې له شلو زياتو وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکي وايي، وسله والو غوښتل چې په یاده سیمه کې د محلی پولیسو پنځه پوستی سقوط کړي خو ونه توانيدل .
د دغه بريدونو مسئوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستی او وياند يې قاري يوسف احمدي ويلي، چې په لعلي کلي کې يې په پوسته بريد کړی، چې په ترڅ کې يې ۶ پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.



