مککین ته خپلې او موږ ته خپلې ملي ګټې ارزښت لري!

تبصره

تېره پنجشنبه چې د امریکا د سنا مجلس جمهوري غوښتونکي غړي، جان مککین له خپل لوري په افغانستان کې د جګړې د نوې کړنلارې د اعلان یادونه وکړه، وروسته یې وویل: نوې ستراتیژی د ۲۰۱۸ مالي کال، د دفاعي لګښت په قانون کې د ځينو تعدیلاتو برخه ده چې راتلونکې میاشت به سنا ته د بحث لپاره وړاندې شي.

مککین په خپله وینا کې وویل چې د افغانستان په اړه ورسره څو مهم ټکي شته؛ خو دا ورته نه ده څرګنده چې دوی د پردي هېواد لپاره له ځانه سره مهم ټکی ساتي. افغانان چې خپل هېواد یې دی، هغوی به هم له ځانه سره د خپل هېواد د دفاع لپاره مهم ټکی لري.

ټرمپ، جان مککین او د هغه اداره په دې سوچ کې ده چې په افغانستان کې د بایللې جګړې لپاره څه لاره غوره کړي چې خپل لګښتونه راوګرځوي؛ خو افغانان هم دا سوچ کوي چې د تیرې شپاړس کلنې جګړې په دوران کې افغانستان ته کوم تاوانونه اوړېدلي او امریکایي هوايي، ځمکنیو ځواکونو کوم جنګي جرایم کړي، د هغې تاوانونه د ملګرو ملتونو د قانون له مخې له امریکا واخلي.

امریکايي جنرالان به په افغانستان کې د بایللې جګړې لپاره خپلو کې سره مشورې کوي، خو افغانان هم په خپلو کې سره مشوري کوي. دې روانو حالاتو ته بدلون ورکوي چې افغانانو ته له دې انساني ناورین څخه را وتل ډېر مهم دي. مهمتیا هغه وخت په کار را وړل کېږي، څه وخت چې وخت او په خپلو کې یووالی مهم وګڼل شي.

که څه هم افغان حکومت امریکا په خپلو کې یووالي ته نه دی پرېښی او دا دی د حکومت پر خلاف په بهر او داخل کې اېتلافونه جوړېږي؛ خو ولس سره یو دی. لکه څرنګه چې یې پر بهرنیو یرغلګرو د افغانستان خاوره سور دوزخ کړې ده، دا ډول په خپلو کې په یووالي سره د خپل هېواد دفاع هم کولای شي؛ کړې یې ده او کوي یې.

جان مککین که په افغانستان کې د جګړې په دوام د خپلو ملي ګټو خوندیتوب په نظر کې لري؛ افغانان د خپلې خاوري په دفاع کې خپلې ملي ګټې په نظر کې ساتي او د خپلو سرونو په بدل سره د خپلو مقدساتو، ملي ارزښتونو او خپلې خاورې دفاع کوي.

د افغانانو لپاره مهمه ده چې نور په افغانستان کې بهرني پوځونه موجودیت ونه لري، بهرنۍ برنامې په افغانستان کې پلې نه کړل شي او نه نور په افغانستان کې بهرني اشرګړي بېلابېل جرایم سر ته ورسوي.

که ټرمپ او جان مککین د افغانستان لپاره خپله ستراتیژي جوړوي او د خپلو ملي ګټو لپاره د خپل سنا مجلس له غړو سره مشوري کوي، په مقابل کې افغانان هم نور نه غواړي په هېواد کې یې بهرني پوځونه پاتې شي. په افغانستان کې دمخه دا ډول جرایم موجود نه وو، دا ټول جرایم افغانستان ته د امریکا په حضور سره راغلي دي. تر نیمايي زیات بهرني پوځونه په افغانستان کې په اداري فساد او نورو جرایمو ککړ دي، خو نوم د افغانانو بد شوی دی.

ټرمپ او مککین په افغانستان کې د جګړې په دوام او د افغانانو په وژلو سره خپلې ګټې ساتي، خو افغانان د خپل خاورې او خپل ولس په خوندیتوب سره خپلې ګټې ساتي. افغانان باید د امریکا د ستراتیژۍ په مقابل کې د لویې جرګې او افغاني روایاتو له مخې، د خپل هېواد او خپلې خاورې د ساتنې لاره خپله کړي؛ څو یو بهرنی پوځي هم په افغانستان کې پاتې نه شي.

د امریکا لوی درستیز، جنرال جان ایف کیلي وايي: که امریکا افغانستان هېر کړي، له ما نه هېرېږي، ځکه چې زما یو زوی د افغانستان په جګړه کې وژل شوی دی.

جنرال جان ایف کیلي د خپل یو زوی دلاسه په ورکولو سره چې د بل په خاوره (یرغل) کې یې له لاسه ورکړی دی، افغانستان نه هېروي. افغانان چې خپل هېواد، خپله خاوره او خپل ټاټوبې یې دی، په میلیونونه اولادونه او د کورنیو غړي یې د خپلې خاورې په دفاع کې ورکړي دي، افغانستان به څرنګه هېر کړي؟ تر هغې به د بهرنیو پوځونو په مقابل کې جنګېږي څو خپله خاوره یې له پردیو ژغورلی نه وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button