که څو نور ځپونکی ګزارونه ورکړل شي پاتې ځواکنه به يې هم وتښتي/ مولوي محمد عمر

مرکيال : الماس خدرخيل

دا ځل د کابل ټکی کام سره د مرکو په لړ کې له ښاغلي مولوي محمد عمر صاحب سره د هېواد پر روان وضعيت او د تير جهاد پر خاطراتو غږېدلي يو.

نوموړی د دواړو جهادونو پر مهال ستر داعي او پخوا د اوو تنظيمونو د اصلاحي کميټې غړی پاتې شوی دی.هيله ده چې د لوستونکو د خوښۍ وړ وګرځي او ګټوره ثابته شي

سوال: مولوي صيب محترم په پيل کې که د تېر جهاد د ترخو او خوږو خاطرو په اړه رڼا واچوۍ مهرباني به مو وي؟

ځواب: د تېر جهاد ښې ښه حالت خو دادي چې افغان مجاهدينو په ډيرو قربانيو او ميړانې سره د شوروي اتحاد سوسياليزم قواوو ته الله ج په نصرت، ستره ماتې ورکړه داسې فاحشه ماتې يې ورکړه چې تنها افغانستان يې ازاد نه کړ، بلکې د شرقي اروپا، منځنۍ اسيا پنځه ګونه ممالک هم ترې ازاد شول.

 د شوروي امپراتورۍ په نړېدو سره په جهان کې سياسي، اقتصادي  او نظامي بدلون رامنځته شو چې د روسانو قطبيت له منځه لاړ چې له يو ميليون مربع کیلومتر څخه زياته اراضي يې له لاسه ورکړه او روسان په کمزوري مملکت بدل شول او امريکا د نړۍ يواځينی قدرت او قطب پاتې شو چې دا د تير جهاد هغه ښه حالات ول.

 او بد حالت يې داسې ول چې کله روسان له افغانستانه وتښتېدل نو حزب د پښتو په بنياد له خلقيانو سره ائيتلاف وکړ، او جمعيت د تاجک په بنياد له پرچميانو سره ائيتلاف وکړ چې خلق او پرچم هغه کمونستان ول چې دين، وطن ناموس يې پلورونکي ول په لکونو افغانان يې په شهادت رسولي ول چې نه تنها برائت ورکړل شو، بلکې امتيازات هم ورکړل شو چې په دې سره نه تنها د جهاد له اهدافو سره خيانت وشو بلکې د شهيدانو او مجاهدينو ارمانونه يې له خاورو سره خاورې کړل.

سوال: د تير جهاد په نتيجه کې که څه هم روسان په افغانستان کې مات شول او وتښتېدل خو بيا هم ناکام جهاد ورته ويل کېږي لامل يې په څه کې وينئ؟

ځواب: د حزب او جمعيت د نژاد په بنياد سره ائيتلافونه وشول او خپلمنځي جګړه يې پيل کړه چې په کابل او قندهار ښارونه کې په سل ګونو زره عام ښاريان پکې ووژل شول ، دولتي املاک چور شول، نظامي وسايل، ټانګونه طيارې ولوټل شول او ملوک الطوايفي رامنځته شوه، چې افغانستان عملاً تجزيه شو پیسې د جنوب او د شمال په نامه بیل بیل چاپ کیده .

  د شمال او جنوب تر مابین مرزونه منځته راوړل شو، د کابل په ښار کې څلور ملوک طوايفي ادارې په جګړه بوختې وې او داسې تجاوز او انارشي جاري و،  چې دهیچ چا، ځان مال او ناموس خوند يې نه ول، د کابل د ښار او نورو بانډو څخه په ميليونونه خلکو پاکستان، ايران او نورو ممالکو ته په هجرت مجبور شول نو افغانان يې او افغانستان له بده بدتر حالت ته ور ټیله کړل شو ، چې خلک د کمونستانو دورې په ارمان ول چې د جهاد ارمانونه او اهداف پکې حاصل نه شول نو تير جهاد ته ناکام جهاد ويلی شي.

سوال: محترمه د طالبانو د دورې په اړه که رڼا واچوئ؟

ځواب: د طالب مجاهدينو د افغانستان په تاريخ کې يوه تاریخي ذرينه دوره وه چې د افغانستان تجزيه کاران ملوک طوائفان په يوه منډه، په لږ وخت کې ، د الله په نصرت او د افغانانو په مرسته له افغانستانه تيښتې ته مجبور کړل، چې جمعيت روسانو ته پنا وروړه او حزب ايران ته پنا وروړه او ورسره يې پاټک سالارانو چور چپاولګرانو د سلګونو زرو د عامو افغانانو وژونکو څخه يې افغانستان وژغوره او افغانستان بيرته يوې ادارې لاندې راوست او انارشي يې له منځه يوړه د افغانانو مالونه، ځانونه ناموسونه يې له جګړه مارانو وژغول په نفاذ شريعت سره يې چې جهاد داعيه ده په افغانستان کې داسې امنيت راوست چې په جهان کې يې ساري نه و او هم يې د کوکنارو کرکيله داسې بنده کړه چې یو بوټی هم په افغانستان کې نه کرل کيده د مخدره موادو و په استعمال يې بنديز ولګاوه چې د طالبانو په دوره کې د پوډرو معتادانو اعتياد پريښود او عادي ژوند ته وګرځېدل.

سوال: مولوي صيب محترمه! امريکايان ولې ونتوانېدل چې افغانستان قابو کړي؟

ځواب: امريکايانو چې په تشو بهانو يې په افغانستان راودانګل او غرب ته تښتېدلي سياسي څیرو او جهادپلورونکو حزب او جمعيت، جنبش، د شيعه ډلو وسره سياسي نظامي مرسته ورسره کوله د طالب مجاهدينو له سخت مقاومت سره مخامخ شو د موټر بمونو او د نورو فدايي او ډله ييزو عملياتو سره يې داسې وځپل چې نه تنها د افغانستان اشغال يې هدف و بلکې د اسلامي ممالکو اشغال يې هدفونه ټول له منځه ووتل او په ټریلیونونو ډالر مالي خساره ورته ورسیده ، دوه نيم زره پورې عسکر ووژل شول ، همدارنګه يې درې سوه جنګي او اکمالاتي چورلکې له منځه لاړې او پنځه زره حربي ټانګونه او رينجر يې تخريب شوی نور نو امريکايانو په افغانستان کې ماتې خوړلې امريکايان خپله اقرار کوي چې د افغانستان په جګړه کې ناکام دي، امريکايان اوس لګيا دي کرايه شوي قرارداديان هڅوي ترڅو د شمال او جنوب په نامه تحريکونه راوپاروي او په جګړه يې اخته کړي چې له دينه په استفادې خپلې نظامي اډې حفظ کړای شي.

سوال: محترمه افغانستان ته د ناټو او امریکايي ځواکونو د راتللو اهداف څه دي؟

ځواب: که مونږ د امريکا تاريخ ته ځير شو امريکا يو امپراليستی اشغالګر هيواد دی دوی غوښتل چې د افغانستان په اشغال سره به نور اسلامي هېوادونه لکه د منځنۍ اسيا هېوادونه د قفقاز د سيمې هيوادونه او پاکستان، ایران له خپل اشغال لاندې راولي چې د هغه وخت د امريکا ولسشمر بوش په افغانستان د هجوم په وخت کې په تلويزيوني بيان کې وويل چې دا جګړه يوه هېواد پورې محدوده نه ده او نه تر يوه زمانه پورې محدوده ده بلکې دا يوه صليبي جګړه ده او دا به ډيره اوږده جګړه وي ډير هېوادونه هدف دي، چې له دې څرګنديږي چې د امريکا حمله په افغانستان باندې د يوولسم دستمبر له حملې نه مخکې پلان شوې وه چې د يوولسم دستمبر حمله چې د امریکا د تجارتي بلډونګونه يې ونړلو او هم يې د امریکا وزارت د دفاع ته زيان ورساوه يوه سازشي پلمه وه چې په دې سره د اروپايي هېوادونو حمايت راجلب کړي.

سوال: د افغانستان د ستونځې حل په څه کې ګورئ؟

ځواب: د افغانستان د ستونځې يواځينی حل جهاد فی سبيل الله دی مونږ او تاسې ګورو چې مجاهدينو په ډيرو قربانيو سره او په ميړانې سره امریکايي او اروپايي ځواکونه داسې وټکول او وځپل چې د وتلو لاره يې هم ترې ورکه کړې په ډېرو تکليفونو يې ځپل شوې قواوې د منځني اسيا له لارې په ډيرو مصارفو وتښتولې او که څه پاتې دي هغه هم د تذبذب په حالت شپې تيروي او لاس پوڅی مزدور حکومت يې د لړزیدا حالت کې دی.

 که څو نور ځپونکی ګذارونه ورکړل شي پاتې ځواکنه به يې هم وتښتي او لاس پوڅی لړزيدلی مزدوران به يې هم وتښتي او وبه ګورۍ چې د دين او وطن پلورونکي به له هېواده کډې کولو ته اړ کړل شي.

سوال: د افغانستان جګړې ته د امريکايانو بيرته راستنېدل او په عامو افغانانو او په افغان عسکرو بمباري کول د څه ښکارندوی کوي؟

ځواب: امريکايان په افغانستان کې ځپل شوي او مات شوي د يو تعداد عسکرو جګړې ته د بيرته ورګرځېدلو کې هم زړه نازړه دي که يو محدود شمير پوځونه بيرته راستانه کړي هدف يې دا ده چې ملکي افغانان ووژني او له طالبانو يې ناراضه کړي چې صلح وکړي او په دې سره طالبان مجبور کړي د صلح تر عنوان لاندې يې تسليم کړي.

سوال: د ګډ حکومت د خپلمنځي اختلافاتو او د دغه حکومت د راتلونکي په اړه که خپل نظر ورکړئ؟

ځواب: ګډوله حکومت تاسې ګورۍ چې په لړزيدو دی همدا لامل دی چې امریکايانو ته هم اعتبار نه لري او کيدای شي د امريکايانو پکې لاس وي ترڅو د افغانستان تجزيې ته لاره برابره کړي ترڅو افغانستان په څو برخو تقسيم کړي چې مخکې په المان کې په دې برخه کې غونډې هم شوي دي.

سوال: مولوي صیب محترمه په اخره کې هېوادوالو ته څه پیغام لرۍ.

ځواب: دا چې افغانستان ته د نورو یرغلګرو ځواکونو د راتلو خبره کېږي هیوادوالو ته مې پیغام دا دی چې په افغانستان کې میشتو بهرنیانو د یرغل په مقابل کې خپلې ملاوې لا مظبوتې کړي او تر هغه پورې خپلې حقې مبارزې ته ادامه ورکړي تر څو له افغانستانه ټول یرغلګر هېوادونه خپل ځواکونه وباسي او د هېواد په ازادۍ مو په قبرونو کې شهیدان او په دنیا کې کونډې او یتیمان خوشحاله شي.

 مولوی صاحب له تاسو مننه کوو مونږ ته مو وخت راکړو.

له تاسو هم مننه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button