امریکا! دا جگړه په چا گټې؟/ محمد دُرانی

تبصره

پر افغانستان د امریکا او ناټو له یرغله نږدې اوولس کاله تېر شول. په تېرو اوولس کلونو کې دلته خونړۍ جگړې وشوې، چې زرگونه د ناټو، امریکا او افغان دولت عسکر مړه او ټپیان شول. په لومړنیو کلونو کې د سل زرو امریکايي عسکرو سربېره تر اتیا زرو زیات د ناټو عسکر هم دلته وو؛ خو بیا یې هم د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې خپله پیل کړې جگړه وبایلله.

د افغانستان د یرغل په اوږدو کې د امریکا درې ولسمشران ولاړل او راغلل؛ خو دلته بیا هم جگړه مبهمه ده او تراوسه د افغان دولت په گډون ځینې امریکايي چارواکي نه‌مني، چې گواکې دوی په افغانستان کې ماتې خوړلې ده.

په تېره اوونۍ کې په رسنیو کې د خبرونو مهم ټکی دا وو، چې د امریکا د مرکزي استخباراتو مشر مايک پمپيو افغانستان ته راغلی او له افغان امنیتي چارواکو سره یې لیدلي دي. مایک پمپیو د گډ حکومت له دواړو مشرانو غني او عبدالله سره لیدلي وو او په افغانستان کې یې د جگړې د خصوصي کولو په اړه ورسره سلا مشورې کړې وې.

د بلک واټر د مخکېني  مشر ايک پرينس له لوري امریکايي او افغان چارواکو ته وړاندیز شوی، چې دوی غواړي په افغانستان کې جگړه خصوصي کړي او نور د امریکايي عسکرو پرځای د بلک واټر خصوصي امنیتي کمپنۍ ته دغه جگړه وسپاري.

امریکايي رسنیو لیکلي وو، که چېرې له افغانستانه امریکايي عسکر ووځي؛ نو یوه اوونۍ وروسته به طالبان د امریکا پر سفارت هم خپل بیرغ پورته کړي او د افغان حکومت اوسنۍ تر واک لاندې څلوېښت سلنه خاوره به یې هم له لاسه ووځي.

امریکا، ناټو او افغان چارواکي داسې مهال د اوسنۍ جگړې د خصوصي کولو خبره کوي، چې په دې وروستیو کې طالبانو خپلې جگړې ته شدت ورکړی او نږدې هره ورځ یوه ولسوالۍ نیسي.

امریکا او ناټو چې دلته د خپلو مجهزو عسکرو دغه جگړه ونه گټله؛ نو دوی به یې هېڅکله د بلک واټر په وحشیانو نه گټي.

بلک واټر هغه خصوصي امنیتي اداره ده، چې د وحشت بېلگې په عراق، بوسنیا، وینتام او شمېر نورو هېوادونو کې لا د خلکو په ذهنونو کې دي.

د بلک واټر پوځیان هېڅ ډول قانون ته غاړه نه ږدي او نه هم د امریکا او نه د بل هېواد قانون ته ژمن پاتې کېږي؛ بلکې څه یې چې زړه وغواړي هماغسې ظلمونه کوي.

باخبر! افغانستان د امپراتوریو هدیره ده او دلته که هر څومره مجهز او پیاوړي یرغلگر راشي، نو د لوی الله جل جلاله په مرسته او د افغان مېړني ولس پر مټ به دلته ماتې خوري.

ان شاء الله

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button