شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

طالبان: د میرازولنګ په سیمه کې ټولې ادعاوې د دولت د رسنیز بانډ پروپاګند ؤ.

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
اگست 12, 2017
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
6
ځلې شریک شوی
78
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۲۱ فرید افغان)

څو ورځې وړاندې طالبانو د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ میرزاولنګ سیمه  ونیوه، د رسنیو له قوله چې هلته داعشي ملیشو او طالبانو په شریکه ملکي وګړي وژلي او پراخ انساني جنایت یې کړی، .
داخبر د ټولو رسنیو سرټکی وګرځیده او د ټولنیزو رسنیو له لارې په حکومت فشارونه ډیر شول ترڅو هلته پوځي عملیات پیل کړي، اشرف غني یوه خبري کنفرانس ته په صراحت سره وویل چې د یادې عام وژنې غچ به اخلي.
رسنیو بې له دې چې د ملکي تلفاتو کره شواهد خلکو ته وړاندې کړي یواځې یې په تبلیغاتي خبرونو اکتفاکوله ځینو د سوریې او عراق د وژل شویو ماشومانو تصویرونه هم دې پیښې ته منسوبول.
طالبانو له وړاندې هم داټولې هڅې د دولت د رسنیز تبلیغاتي بانډ پروپاګند بللې او اوس یې یوځل بیا یاده پیښه مطلقاُ رد او د استخباراتي کړیو طرحه شوې دسیسه یې بللې ده.

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

طالبان وایي ‹‹اسلامي امارت د میرازولنګ په سیمه کې ولسي خلکوته هر ډول مرګ ژوبله په کلکه ردوي، هلته هيڅ عام سړي، ښځې،  ماشوم او سپين ږیري ته چا زیان نه دی اړولی.››
طالبانو له افغان ولس غوښتي چې په دې اړه تبلیغاتو ته هيڅ ارزښت ورنکړي، طالبانو ویلي ځینې کړۍ په لوی لاس له دا ډول خبرونو څخه قومي تربګنیو ته لمن وهي ‹‹ دښمنان غواړي په داسې اوازو اچولو سره د هیواد د قومونو او مذاهبو ترمنځ د صمیمیت فضا خرابه کړي او اختلافات پيدا کړي، له اهل تشیع او هزاره قومونو سره د اسلامي امارت مجاهدین تنها په میرازولنګ کې نه دي مخ شوي، بلکې دهیواد په مختلفو مفتوحه سیمو کې خورا ډير اهل تشیع او هزاره قومونه د اسلامي امارت تر تسلط لاندې سیمو کې  آرام او سوکاله ژوند لري او هیڅ ستونزه ورته نه ده پيښه شوې همدارنګه دهزارجات داکثرو سیمو لاري زموږ دمجاهدینو تر کنترول لاندی سیمو کی تیریشوی دی او هغوی پري تګ راتګ اوتجارت کوی چي تراوسه هیچاته زموږ دمجاهدینو له لوري تکلیف ندی رسیدلی، همدارنګه د میرزاولنګ سیمي عملیاتو کي داعش له موږ سره ګډون نه درلود. ››
طالبانو له علماؤ، متنفذینو هم غوښتي چې یوطرفه قضاوت ونکړي او باید د دې پیښې په اړه دې لازمې څیړنې وکړي چې تر کومه حده پروپاګند ده
‹‹موږ د اهل تشيع له مشرانو، علماؤو او متنفذینو څخه هم غوښتنه کوو چې د دښمن دسیسوته په پام سره د یادې مسئلې په اړه خورا متوجه  واوسي، دقیق معلومات راټول کړي او د  هر راز مذهبي بدبينۍ مخه ډب کړي اوپري نږدي چی دکابل لړزانده اداره اوباداران یې په شومو او له حقیقت نه لیری تبلیغاتو دځان په ګټه استعمال کړي او په نظامي سنګرونو کي ناست جنګیالي په ملکي خلکو تعبیرکړی.››
طالبانو په ورته وخت کې رسنۍ مخاطبې کړې چې که واقعا ځان بې طرفه بولي او د مقابل لوري تبلیغاتي بانډ نه وي دله نږدې څخه دې دا پیښه تعقیب کړي.

‹‹اسلامي امارت رسنیو او هغو ادارو ته چې واقعا غواړي د میرازولنګ دسیمې دقیق معلومات ترلاسه اوخپاره کړي بلنه ورکوي چې راشي، موږ سیمې ته د ورتګ زمینه ورته مساعده وو، دوی دې ټولې هغه ادعاوې په پوره بې طرفۍ سره وڅيړې چې د دښمن لخوا دا څو ورځې کیږي او لا روانې دي، ترڅوحقیقت معلوم او زموږ د دین او ولس د دښمنانو دسیسي رسوا شي.››

باید وویل شي چې حکومت اوسمهال په یاده سیمه کې عملیات پیل کړي چې د پرمختګ ادعا هم کوي خو طالبان یې ردوي

مخکینې مطلب

امریکا! دا جگړه په چا گټې؟/ محمد دُرانی

بل مطلب

بهرنيو ځواکونو په باغونو او فصلونو زهري مواد شيندلي

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    21 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com