بورکينافاسو کې پر هوټل بريد شوی- ۱۷ تنه وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۳): د افريقايي هېواد بورکينافاسو په پلازمينه اوګادوګو کې په يوه ترکي هوټل بريد شوی، چې په ترڅ کې يې ۲۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه هېواد امنيتي چارواکو په لومړنيو مالوماتو کې رسنيو ته د ۱۷ تنو د وژل کېدو او يوولس کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی.
بريد په ځايي وخت د شپې په يوولس بجې د عزیزاستانبول په نامه په يو هوټل ترسره شوی دی، چې ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.
فرانس پريس خبري اژانس ويلي، چې په دغه پېښه کې اوولس کسان وژل شوي او له لسو زيات ټپيان دي.
د ترکيې رسنۍ وايي، چې په وژل شويو کې يو تن د ترکيې هېواد تبع دی.
د تېر کال په لومړيو کې هم د دغه هېواد په سپيلنديد هوټل کې چاودنې او وسله وال بريدونه وشول، چې په ترڅ کې يې شل تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول، چې بريد يې د القاده يوې ډلې په غاړه اخيستی و.
په دغه هېواد کې د فرانسې او امريکا ډیری سرتيري ميشت دي، چې د بورکينافاسو د عسکرو روزونې مشورې ورکولو او ځينو عملياتو کې هم ګډون کوي.
دغه راز د دې هېواد له حکومت سره د (مغرب اسلامي القاعدې) ډلې وسله وال جګړې کوي او غواړي د الجزایر دولت په ړنګولو سره په دغه هېواد کې اسلامي نظام رامنځته کړي.



