هند: د ځمکې ښویېدنې له امله لسګونه کسان وژل شوي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۲۳ فرید افغان)

راپورونه وایي چې تیره ورځ د هند په شمال کې د پشکال د سختو بارانونو له امله د ځمک ښوویدنې خونړۍ پیښه رامنځته شوې چې پکې ۴۵ تنه وژل شوي دي.
پوليس وايي، بس موټرونه د یوې غونډۍ څنډي ته ولاړ وو، ځيني مسافر په خوراکي شيانو پسې وتلي وو چي ځمکه پر وښويېده. دواړه بسونه ٨٠٠ مټره ژوري کندي ته لوېدلي چي يو يې په مکمل ډول تر خاورو-خټو لاندي شوی دى

هندي رسنۍ وایي چې ژغورونکي ټیمونه سیمې ته رسیدلي او هڅه کوي چې موټر له یادې درې راوباسي.
د ژغورونکو د ۳۰۰ کسیز ټیم مشر انشول ګوپټا رسنیو ته ویلي چې تر اوسه یې ۴۵ مړي پیدا کړي او پلټنې لا هم روانې دي..

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button