(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۲۳ فرید افغان)
د برتانیا مشهورو ورځپاڼو نیشنل انټرست اوټایمز د امریکا د نوې احتمالي پالیسۍ په اړه چې ښایي جګړه امنیتي کمپنیو ته وسپاري ويلي چې افغانستان ته د جګړې لپاره د خصوصي امنیتي کمپنیو د سرتیرو استول د حل مناسبه لار نه ده .
برتانوۍ ورځپاڼې ټایمز ویلي چې د بلک واټر خصوصي امنیتي کمپنۍ مشر ایریک پرنس تمه لري چې ښاغلي ټرمپ یې وغواړي او د افغانستان د جګړې په اړه د ده وړاندیز له ده په خپله واوري، ترڅو د امریکا څخه افغان جګړه په کرایي ډول واخلي
ورځپاڼې خبرداری ورکړی چې خصوصي سکتور ته د افغان جګړې سپارل به یو سیاسي او پوځي ناورین رامنځته کړي.
ورځپاڼې زیاته کړې چې د جګړې خصوصي کول لوی خطرونه په مخ کې
لري، لومړی هغه یې د خصوصي کمپنیو پر جنګیالیو د واکمنۍ نشتون دی چې جنګیالي به د دولتونو په کنټرول کې نه وي او اټکل نه شي کیدای چې دغه سرتیري به څه ډول جګړه پرمخ وړي.
ورځپاڼه زیاتوي د دا ډول یوه ګام پایلي تاریخ هم خطرناکې ثابتې کړې دي.
ورځپاڼه لیکي چې تر ټولو جدي اندیښنه دا ده چې ښایي د امریکا دا اقدام به د حکومت ملاتړي هم را وپاروي او ښایي ګډحکومت او امریکایي اداره یې له جدي مخالفتونو سره مخ شي.
بلخوا یو بلې برتانوۍ ورځپاڼې نیشنل انټریسټ تر دې سرلیک لاندې چې که افغانستان ویجاړول غواړئ اجیر سرتیري ورته واستوئ.
د مطلب لیکوال زیاتوي، چې افغانستان ته د قرارداديانو يا د خصوصي امنيتي کمپنيو د جګړه مارو استول به د دې هېواد د ويجاړولو په مانا وي.
نشنل انټرست ویلي چې ورته چاره په عراق کې هم شوې وه چې پایلې یې مثبتې نه وې
د مقالې لیکوال دوه سروېګانو ته اشاره کړې چې د عراق په تړاو شوې دي.
په يوه سروې کې خپله امريکايي سرتېرو ويلي، چې د خصوصي امنيتي کمپنيو وسله والو هلته داسې څه کول چې اړتيا يې نه وه او ګواښونکي وو.
بله سروې کې چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له کارکوونکو شوې، پايلو ښودلې چې د خصوصي امنيتي کمپنيو سرتېرو د عراقيانو کلتور او حساسيتونه نه شول درک کولی.
د ورځپاڼې په باور چې افغانستان ته د جګړې لپاره د خصوصي امنیتي کمپنیو د سرتیرو استول د حل مناسبه لار نه ده .
باید وویل شي چې د بلکواټر امنیتي کمپنۍ مشر څو اونۍ وړاندې افغان حکومت ته هم د جنګیالیو د ورکولو وړاندیز کړی ؤ چې تر اوسه ګډحکومت ورته کوم مثبت ځواب ندی ورکړی.
د یادونې وړ ده چې د افغان جګړې د خصوصي کولو خبرونه وروسته له هغه ګرم شول کله چې یوې امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز راپور ورکړ چې ټرمپ له افغانستان څخه د عسکرو په ایستلو هم غور کوي. چې ورسره همهاله واشنګټن پوسټ د امریکایي چارواکو له قوله یوه مقاله خپره کړه چې افغان جګړه ښایي د بلکواټر کرایي جګړه مارې کمپنۍ ته په اجاره ورکړل شي


















