قاري شفیق الله سهاند عمري
د قرانکریم د تعریف څخه مخکې دوه مهمو قواعدو ته اشاره کوم
۱ قاعده (عامه قاعده): د قرانې علومو زدکړه باید د قراني اصولو مطابق وي، او د قرانې علومو او مضامینو د وضاحت لپاره باید زیاته استفاده پخپله له قرانکریم څخه وشي.
۲قاعده (د تعریف قاعده): د اولې قاعدې مطابق د قران کریم تعریف هم باید په خپله په قران کریم کې ولټوو.
په قرانکریم کې د قرانکریم د تعریف لپاره دا قاعده وضع شوې ده چې: د ټولو هغه سورتونو په اولو شروع ایتونو کې د قران تعریف شوی ده کوم چې په مقطعاتو حروفو سره شروع شوی وي.
مقطعات د یودیرش سورتونو په سر کې راغلي چې له هر یوه څخه وروسته د قرانکریم اجمالي او تفصیلي تعریف هم شوي ده،
د مثال په ډول سورة البقره هغه سورت ده چې شروع یې په مقطعاتو سره شوې ده، او د قاعدې مطابق له مقطعاتو وروسته د قران کریم تعریف ذکر شوی ده.
لکه الله تعالی چې فرمایي:
الٓمٓ ذٰلِكَ الْكِتٰبُ لَا رَيْبَ ۛ فِيهِ ۛ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ
ژباړه:الف لام میم، دا (قران کریم)پوره کتاب ده، داسې کتاب چې هیڅ شک پکې نشته،( او داسې کتاب ده )چې پرهیزګارانو ته لار ښايي
الله تعالی په پورته ایت کې د قرانکریم ډیر جامع تعریف کړی چې دریو خاصو خبرو او ځانګیړنو ته پکې اشاره شوې ده.
۱: دا کتاب یعنې قرانکریم پوره او کامل کتاب ده.
۲: د کامل والا دلیل یې ذکر کړی او هغه دا چې ځکه پوره کتاب ده چې هیڅ شک پکې نشته.
۳: نتیجه یې هم ذکر کړی او هغه دا چې دا کتاب چې کامل او له شک څخه پاک ده نو همدا کتاب نیغه لار هم ده.
همدارنګه دسورة ابراهیم په شروع کې د قرانکریم تعریف داسې شوی.
الٓر ۚ كِتٰبٌ أَنزَلْنٰهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمٰتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلٰى صِرٰطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ
ژباړه: الف، لام، را. [اې پېغمبره (ص)!] دا (قُرآن) يو كتاب دى چي پر تا مو ددې لپاره نازل کړی دی چي خلك له ترږمېو څخه د رڼا په لور را وباسې. د هغو د رب په توفيق سره، د هغه خداى لاري ته چي زورور او په خپل ذات کښي په خپله ستايل شويدى
علماوو او د لغت کتابونو هم د قرانکریم بیلابیل تعریفونه کړي چې خلاصه یې پدې ډول ده:
لغت کې قران مصدر ده چې د قراء، یقرأ، قرأة او قرانا څخه اخیستل شوی چې د لوستل شوي په معنی ده او یا هم د( قرن) له فعل څخه اخیستل شوی چې د جمع شوي په معنی ده
او په اصطلاح کې قرانکریم هغه مقدس،کامل او له شک څخه پاک کتاب ده چې د الله تعالی له لوري د جبراییل امین علیه السلام په واسطه پر محمد صلی الله علیه والسلم نازل شوی، په لوح محفوظ کې په صحیفو کې محفوظ شوی او بشر ته بیدون له تحریف او لاس وهنې په تواتر سره رسیدلی ده.


















