عراق کې ۲ امريکايي پوځيان وژل شوي پنځه ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۳): د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ د عراق په شمال کې ۷ امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دغه هېواد کې د امريکايي ځواکونو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياده مرګ ژوبله امريکايي پوځيانو ته د عملياتو پر مهال اوښتې ده.

سرچينې دا نه دي ويلي، چې دوی په وسله وال بريد کې وژل شوي او که د چاودنې له لارې، خو وايي د يادې پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړي دي.

په عراق کې د نړيوال ایتلاف قوماندان جنرال ستیف ټون د دغو عسکرو د وژل کېدو په اړه خواشيني څرګنده کړې ده.

نوموړي د دغه پېښې په اړه نور جزيات نه دي ورکړي.

د داعش ډلې د ياد بريد مسئوليت په غاړه اخيستی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button