فرانسه کې يو کس څوارلس تنه په موټر وهلي- مرګ ژوبله يې اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۴): په فرانسه کې يو کس څوارلس تنه په موټر وهلي، چې په پايله کې کې يوه نجلۍ وژل شوې او ۱۳ تنه نور ټپيان دي.

د دغه هېواد امنيتي چارواکي وايي، پېښه په پلازمېنه پاريس کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې يو کس خپل موټر د سين ايت مارن په سيمه کې د پيزا په يو هوټل وروست او څوارلس تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

روغتيايي مسئولين وايي، په پېښه کې يوه نجلۍ وژل شوې او د څوارلس تنو ټپيانو څخه يې د څلورو حالت نازک دی.

د فرانسې د کورنيو چارو وزارت ويلي، ښايي دغه پېښه په قصدي ډول ترسره شوي وي، ځکه په وينا يې چې په سيمه کې د بريک نيولو نښې نه معلومېږي.

پوليس وايي، موټر چلوونکی يې نيولی او د پېښې په اړه ترې څېړنې پيل شوي دي.

تر اوسه د بريد انګيزه نه ده معلومه، خو د پوليسو په خبره چې برید کوونکي څه موده مخکې د ځانوژنې هڅه کړې وه.

تر دې مخکې هم په فرانسه کې د موټرچلوونکو له لوري په عامو خلکو او پوليسو باندې موټر خيژول شوی، چې لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button