(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۵ فرید افغان)
وروسته له هغه چې اجرایه رئیس داکترعبدالله د بلاروس یا(سپینې روسیې) د چارواکو په بلنه دې هیواد ته سفر وکړ، د دې هیواد چارواکو ورسره ژمنه کړې چې افغانستان ته به سلګونه ټراکټور استوي.
د منسک په نامه ټراکټور جوړونې یوه نړۍ وال شرکت ژمنه کړې چې له افغانستان سره دکرهڼې په برخه کې د همکارۍ په موخه به دې هیواد ته خپل تولیدات واستوي.
داکتر عبدالله په خپله پاڼه یوه ویدیو خپره کړې چې پکې نوموړی د منسک په یوه فابریکه کې د کتنې په موخه تراکتور چلوي.
یاده ژمنه پرون د سې شنبې په ورځ د مینسک د ټراکټور جوړونې د فابریکې چارواکو، د افغان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تر منځ وشوه
اجرایه ریس ویلي چې افغان کروندګر د بلاروس له ټراکټورونو سره بلدتیا لري او سوداګر هم د مینسک څخه د ټراکټورونو اخیستلو ته اولویت ورکوي


















