(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۲۵ فرید افغان)
افغان سوداګر وایي چې شاوخوا یوه نیمه میاشت کیږي چې د نیمروز ولایت په ګمرک کې یې له مختلفو پرزو، سامان آلاتو بار کانتینرونو ته اجازه نه ورکول کیږي ترڅو پاکستان ته ولاړ شي
افغان سوداګر وایي چې له دې کبله ورته میلونونه ډالره تاوان رسیدلی دی.
د سوداګرو یوه مشر حاجي اغا رسنیو ته ویلي چې د دغو کانټینرونو په اړه د مالیې وزارت، د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د سوداګرو تر منځ یوه طرحه ترتیب شوې وه چې دغه کانټینرونه باید ۲۰سلنه د نیمزو په ګمرک کې محصول او ۸۰ سلنه محصول د کندهار په سپین بولدک ګمرک کې ورکړي خو متاسفانه داسې چاره لا نده پلې شوې
نوموړی وايي، د قانون له مخې، هر طرحه چې جوړېږي باید هر اړخیزه او اوږد مهاله وي، خو له بده مرغه، دغې طرحې درې میاشتې دوام وکړ او اوس د استفادې وړ نه ده.
پاکستاني سوداګرو او دهغوی مسؤلینو تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي،
حکومتي چارواکو هم د سوداګرو په یادو ستونزو تر اوسه کوم غبرګون ندی ښوودلی


















