(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۲۵ فرید افغان)
تیره ورځ طالبانو په یوه اوږد او تفصیلي لیک کې چې د امریکایي ولسمشر ته یې لیکلی ؤ غوښتنه کړې وه چې د افغان جګړې اصلي لامل بهرنی اشغال، او یا په اصطلاح د نړیوالې ټولنې پراخ پوځي حضور دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې رسنیو ته په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د پالیسۍ ترمخه ټرمپ او د امریکا نور مشران اجازه نلري چې د طالبانو لیک ته مثبت ځواب ورکړي نو له همدې کبله دا غواړي په خپله د یاد لیک ځواب ووایي.
دامریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیټر ناورټ دیو مطبوعاتي کانفرنس په مهال وویل چې طالبان په خپله د جګړې عاملین دي ځکه چې زموږ حضور نشي زغملی او زمونږ او زمونږ د ملاتړو افغان عسکرو پرضد یې وسله را اوچته کړې
ویاندې وویل چې د طالبانو لیک یې سر ترپایه لوستی او په اړه یې یواځې دومره وایي چې طالبان په خپله په جنګي جرایمو تورن دي او د افغانستان دخراب وضعیت ذمه هم د دوی په غاړه ده
ویاندې زیاته کړه موږ د جګړې له لارې د سولې هڅې کوو طالبان دې زموږ پرضد له جنګي جرایمو لاس واخلي.
ویاندې وویل چې موږ داسې راپورونه لرو چې ښیي طالبانو په ملکي وګړو بې رحمانه بریدونه کړي دي.
په یاده خبري غونډه کې هیڅ خبریال هم له نوموړې ونه پوښتل چې د هغو بمباریو په هکله یې څه نظر ده چې ملکیان یا خپل ملاتړي افغان عسکر پکې په نښه کیږي .
طالبانو تیره ورځ دامریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نوم په یو پرانستي لیک کې ویلي وؤ چې افغانستان کې یې د ۱۶ کلن پوځي حضور پایله دا شوه چې نن افغانستان په امنیتي لحاظ تر ټولو نا امنه، په اداري لحاظ تر ټولو فاسد او په اقتصادي لحاظ تر ټولو نیستمن هیواد ګڼل کیږي.
طالبانو ویلي و، چې د دې ټولو لامل دادی چې دلته د بهرني اشغال په وسیله د افغان غیرتي ولس اراده محکومه شوې، د هیواد ځمکنۍ بشپړتیا یې سلب شوې او د واک چارې یې داسې چاته سپارل شوې چې هغه پردیو ته د مزدوري له امله د افغان ولس په منځ کې ترټولو ناوړه، بدمرغه او منفورې څیرې بلل کیږي.
د طالبانو په خبره؛ دغو پردي پالو منفورو شخصیتونو ته نه ستاسي مصالح اهمیت لري او نه هم خپل ولس؛ بلکې یواځې دا ورته مهمه ده چې تنها دوئ پر واک مسلط او شخصي ګټې یې محفوظې وي.
طالبانو ګواښ کړی ؤ چې که د ملکي تلفاتو ویره نه وي همدا اوس هم څو ولایات تر تصرف لاندې راوستی شي.
په دې وروستیو کې دامریکا له لوري په خپاره شوي یو راپور کې ویل شوي وؤ چې طالبان دامهال د افغانستان په ۵۰ فیصده خاوره خپل کنټرول لري .


















