تبصره
څلور لسيزې دمخه به چې په کوم ولايت کې مسافر ښوونکي وو، دوه يا درې ښوونکي به یې ننګرهاريان وو. يانې د هېواد په کچه ننګرهار د علم او فرهنګ مرکز ګڼل کېده. څه وخت به چې د هېواد په کچه د علم او فرهنګ وينا کېده، نو ننګرهار ته به د علم زانګو ويل کېده. په رښتيا هم ننګرهار په هره کچه که هغه د ښوونې او روزنې برخه وه که د علم او ادب، ننګرهار د علم د زانګو نوم خپل کړى ؤ.
د افغانستان کابل راډيو چې په ١٣٠٥هـ ش کال جوړه شوه، د راډيو لومړی نطاق (ويندوی) او مسئول مدير یې د ننګرهار اوسيدونکی غلام رحمن جرار ؤ. په کابل راډيو کې چې تر ټولو کارکوونکو یې زيات کلونه کار کړی ؤو، هغه د ننګرهار نصرالله حافظ ؤ. د هېواد په کچه د ننګرهار ورځپاڼه – چې د مخه د اتحاد مشرقي په نامه یادېده – خپل ځانګړى تاريخ لري او چې تر ټولو په ښوونه او روزنه کې زيات کارکونکي وو. هغه د ننګرهار وو؛ خو اوس په هغه ننګرهار کې د علم دروازې وتړل شوې.
په ننګرهار کې د کمونستي نظام په مقابل کې ډيرې سختې جګړې وشوې. ولسوالۍ وتړل شوې، د کمونستي نظام پر خلاف هر ډول عمليات وشول. که څه هم کمونستانو په ښوونځيو کې خپل نصاب تدريس کاوه، خو مجاهدينو د علم او فرهنګ دروازې ونه تړلې. د ١٣٦٧کال په آخري مياشت کې د ننګرهار پر هوايي ډګر سخته جګړه روانه وه، خو راډيو او تلويزيون خپلې عادې خپرونې درلودې او هم د علم دروازې د زده کوونکو پر مخ خلاصې وې.
دا مهال د ننګرهار په شپږو ولسواليو کې داعش ځالې کړې دي. د خوږياڼو، چپرهار، هسکې مېنې، اچين، کوټ او بټي کوټ په ولسواليو کې هر وخت د حکومتي ځواکونو او داعشيانو ترمنځ جګړې روانې وي. هوایي ځواکونه د داعشيانو خالي مرکزونه بمبار کړي او وروسته بیا اعلان وکړي چې په …. شمېر داعشیان مو ووژل.
په يادو ولسواليو کې د علم او زده کړې دروازې نيمکښو دي؛ خو په دې ولسواليو کې د هسکې مېنې ولسوالي ده چې په بشپړه توګه په کې د ښوونې او روزنې په مخ دروازې وتړل شوې دي. داعشي قوماندانانو اعلان کړی چې هېڅ څوک د کوم ښوونځي دروازه نه شي خلاصولاى.
له معلوماتو سره سم، تېره مياشت د هسکې مېنې قومي مشران په جلال آباد کې د ښوونې او روزنې رياست ته ورغلل او د خپلو اولادونو د ښوونې او روزنې څخه د بې برخې پاتې کېدا په اړه یې ورسره خبرې وکړې، چې په پای کې رياست په هسکه مېنه کې د ښوونې او رزنې دروازې د بيا لپاره خلاصول، له خپله توانه لوړ وبلل.
د هسکې مېنې ولسوالي له يوې مدرسې څخه څلور مياشتې د مخه ١٦دينې استادان داعش ډلې وتښتول چې وروسته له څه بنده د قومي مشرانو په منځګړیتوب راپرېښوول شول؛ خو داعش پرې دا ومنله چې په هسکې مېنې ولسوالۍ کې به ټول ٢٢ ښوونيز مرکزونه بند وي. له هغې ورځې د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې علمي مرکزونه بند او استادان یې د مياشتني معاش پسې جلال اباد ته روان وي.
د هسکې مېنې يوه قومي مشر د نوم نه ښوولو په شرط رسنيو ته ويلي چې د ننګرهار چارواکي بې کفايته، نا اهله او په ننګرهار کې د ښوونې او روزنې او هم هره ورځ د هدفي وژنو چې د ننګرهار امنيت یې تر ټولو ولاياتو خراب کړی دى، دا وړتيا نه لري چې امنيت وساتي.
دا چې د ننګرهار په پنځو ولسواليو کې د ښوونې او روزنې دروازې نيمکښو او د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې په بشپړه توګه وتړل شوې، د ځوان نسل راتلونکې به څرنګه وي؟ د دې پوښتنه بايد د ننګرهار له بې کفايته چارواکو څخه وشي.
دمخه به حکومتي چارواکو ويل چې طالبان ولسي وګړي د سپر په توګه استعمالوي؛ خو اوس حکومت ښوونکي او زده کوونکي د سپر په توګه استعمالوي. تېره شپه د ارزګان ولايت د چورې په ولسوالۍ کې يو ښوونکی هغه وخت ووژل شو او څلور نور یې د څو تنو زده کوونکو سره يو ځای د ماين په چاودنه کې ژوبل شول، چې امنيتي پوځونو په زوره د پوستې د جوړولو لپاره بېولي وو.
داعش په ننګرهار او نورو ولاياتو کې ځکه ځالې وکړې چې حکومت نه غواړي له داعش سره پرېکنده جګړه وکړي. داعشیانو د ننګرهار ولايت د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې يو مرکز جلال اباد ښار ته په ١٥کيلومترۍ نرۍ اوبو کې، بل یې د سپن غره په لمن ګورګورۍ کې او څلور یې په سپين غره، اغز او کڅونو کې جوړ کړي دي. د ځايي خلکو په وينا په اغز کې د داعش مرکزونو ته د شپې په تياره کې د څرخکو په وسيله وسلې او خوراکي توکې راوړل کېږي.


















