(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۲۵ فرید افغان)
راپورونه وایي چې د تخار ولایت د چاه آب ولسوالۍ کې د حزب اسلامي مشهور قوماندان بشیر قانت خپلو وسلوالو ته امر کړی تر څو د دې ولسوالۍ اړوند زدکونکي ښوونځیو ته پرې نږدي.
دوی همداراز د سیمې خلک ګواښلي چې که ماشومان یې ښوونځیو ته ولاړل، له سختو عواقبو سره به مخ شي.
د سلام وطندار شبکې داسې لاسوندونه موندلي چې ښکاره کوي چې د حزب اسلامي وسلوال په لوی لاس هڅه کوي ترڅو زدکړیالان ښوونځیو او مکاتبو ته ولاړ نشي.
د چاه آب ولسوالۍ د یوه ښوونځي ښوونکي طیب رسنیو ته ویلي، چې له یوې میاشتې راهیسې د بشیر قانت وسله والو د سمتي حوزې څلورو ښوونځیو ته خبرداری ورکړی، چې د قانت له اجازې پرته ښوونځي ته نه شي تللی، او له همدې ویرې نه شي کولی دخپلومکاتبو دروازې د شاګردانو پرمخ خلاصې کړي
نوموړي زیاته کړه چې قانت د خپل شاوخوا هرې حوزې او هر کلي لهپاره قوماندانان ټاکلي او امر یې ورته کړی، چې د ښوونځي تر مدیر پورې باید ښوونځي ته ور نه شي.
بشیر قانت پدې اړه رسنیو ته له څه ویلو ډډه کړې ده.
باید وویل شي چې د حکمتیار د ډلې دې زور واکي قوماندان څه موده وړاندې د سیمې یو مخور عالم چې د خپلسرو وسلوالو مخالف ؤ، پداسې حال کې شهید کړ چې خلکو ته یې د لمانځه امامت کاوو.
څو ورځې وروسته یې یوځل بیا په یوه جومات کې لمونځ کونکي په نښه کړل چې شاوخوا ۳۵ تنه لمونځ کونکي پکې مړه او ژوبل شول.
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د حزب اسلامي ویاند حامد عزیزي رسنیو ته ویلي و، چې بشیر قانت د دې حزب له بانفوذو کسانو دی او دوی یې ملاتړ کوي.
د حکمتیار د ډلې د قوماندانانو جنګي جنایتونه داسې مهال په زیاتیدو دي چې نوموړي خپله حکومت ته ذمه وهلې چې که د شمال د امنیت واګي یې ور وسپارل په ۶ میاشتو کې به جګړه مهار کړي.
چې هغه مهال د نوموړي دا خبرې داکتر عبدالله خندونکې او تیر ایستونکې بللې وې


















