لیکوال:بحرعمیق.
ځنی خلک دا دعوه کوی چه د وطن ساتنه فرض ده.
هو! دهغوی دا دعوه باالکل صحی ده خو په دی خبره ځان پوهول پکار دی چه د وطن ساتنه له چاڅخه فرض ده !
ایا له کافرڅخه دوطن ساتل فرض دی او که له مسلمان څخه؟
ددی جواب لپاره باید له مونږ سره دالله .ج. دکتاب اویاهم دنبی علیه السلام داقوالو دلائل وی.
الله.ج.فرمایی.
[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 191]
وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ ۚ وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ.
ژباړه: له هغو(کفارو) سره هر چيري چي مخامخ شئ وجنګېږئ، هغوى له هغه ځايه وباسئ له کوم ځای څخه یی چه تاسي ايستلي ياست؛ ځكه كه وژل هر څومره بد عمل دى، خو فتنه له هغه څخه هم ډېره بده ده!
اګرکه ددی ایت شان نزول خاص ده خو حکم یی عام ده په دی خبره علماءکرام پوهیږی.
نو اوس له دی ایت څخه داثابته شوه چه دوطن ساتنه فرض ده خو له کفارو څخه به یی ساتی او باید مسلمانان له خپلی خاوری څخه کفار وباسی او ورسره وجنګیږی داسی نه چه کفار له تاسره په څنګ کی ولاړ وی او قومانده هم هغوی درکوی اوله مسلمان سره دی جنګوی نو دا اوس دوطن ساتنه شوه او که دکافر ساتنه؟
بالعکس زمونږ تنکی ځوانان په دی خبرو غولول کیږی چه تاسو خو په ملی اردو کی له وطن څخه دفاع کوی او له وطن څخه دفاع کول خو فرض دی نو تاسو په حقه یاست مرګ مو دشهادت ده او څوک چه له تاسو سره جنګ کوی هغوی دوطن دښمنان دی زمونږ ځوانان هم چه دومره علم نلری بس په همدی خبرو غلطیږی دوطن دساتلو په نامه کفار خپل ځانونه پری ساتی او خپلو اهدافو ته ځان پری رسوی.
که چیری دوطن ساتنه داسی وی چه اسلام او شریعت پکی مطرح نه وی نو بیاخو له ملی اردو څخه امریکایان او دنړی نور کفار ډیر دخپل وطن په ساتلو کی تکړه دی باید هغوی هم ټول په حقه وی ایا داسی هم کیدلی شی چه کفار او دهغوی دوستان دی په حقه وی او مسلمانان دی په حقه نه وی؟
که څوک ځانته ریښتیامسلمان وایی نو قرانکریم ته دی مراجعه وکړی که زمونږ خبره له قرانکریم سره موافق وه ودی منی او که له قرانکریم سره موافق نه وه بیادی زمونږ خبره نه منی.
ای افغانه:
راځه چه داخپل وطن له کفارو څخه وساتو.
ته خو وایی چه وطن زمونږه مورده نو بیا دومره بی غیرتی څه معنا چه یو څوک دی خپله مور په امریکایانو وساتی.
ایا له دی څخه مرګ غوره نده؟
دا هغه کفار دی چه الله.ج. په قرانکریم کی ورته خپل دښمنان ویلی دی.
داهغه کفار دی چه نبی علیه السلام ورته خپل دښمنان ویلی دی او جهادیی ورسره کړی ده.
نو دا څنګه کیدلی شی چه یو څوک دی دالله.ج. او د محمد.ص. دښمن وی او ته دوستانه ورسره کوی کومک او معاش تری اخلی اسلحه او نور امتیازات تری اخلی قوانین یی منی دفاع تری کوی او هغوی له تاڅخه دفاع کوی.
نور قضاوت ستاسو په لاس.
مونږ خو دالله.ج. په نزد خپلی غاړی خلاسوو اوبس.


















