ژباړه: خوشال درانی
د نوبل جایزې «Nobel Prize» بنسټ ایښودونکی سویډنی کیمیا پوه الفرېډ نوبل دی. په ۱۸۹۵ز کال نوبل د دې جایزې بنسټ کېښود او په لومړي سر کې دغه جایزه یوازې فزیک، کیمیا، طب او د ادبیاتو برخې پوهانو ته ورکول کېدې. وروسته یې لړۍ پراخه شوه او اوس نږدې د هرې برخې نوښت کوونکي ته ورکول کېږي. له ۱۹۰۱ز کال څخه تر ۲۰۰۸ کال پورې د ټولې نړۍ څخه ۸۰۹ تنو د نوبل جایزې گټلي، چې شل یې پکې مېرمنې دي. نوبل جایزه د نړۍ یو له معتبرو جایزو څخه ده، چې دلته یوازې د دولسو مسلمانو گټونکو یادونه کوم.
۱ ــ انور سادات: (۱۹۱۸ ډیسمبر تر ۱۹۸۱ اکټوبر پورې) مصری سیاستوال او د مصر ولسمشر و، چې په ۱۹۷۸ز کال د سپټمبر د میاشتې په ۱۷ مه یې د اسراییلو له لومړي وزیر«مناخیم بگین» سره د «کمپ ډیویډ» د سولې تړون لاسلیک کړ. سادات لومړنی مسلمان او عرب مشر و، چې د نوبل د «سولې» جایزه یې وگټله.
۲ ــ یاسر عرفات: (۱۹۲۹ اگسټ تر ۲۰۰۴ نومبر ۱۱ پورې) یاسر عرفات لومړنی فلسطینی سیاستوال و، چې په منځني ختیځ کې یې د سولې لپاره د هلو ـ ځلو له امله یې د نوبل د سولې جایزه واخیسته. له عرفات سره یو ځای شیمون پرېز او اسحاق رابین دوو اسراییلي مشرانو هم د نوبل د سولې جایزه په کال ۱۹۹۴ز کې واخیستې. یاسر عرفات لومړنی فلسطینی و، چې د نوبل جایزه یې اخیستې ده.
۳ ــ شېرین عبادي(۱۹۴۷ جون ۲۱ تر۲۰۰۳ پورې) شېرین عبادي ایرانۍ ده. دې د ښځو د ازادۍ، ډیموکراسۍ، د ښځو د حقونو او د ماشومانو د حقونو په برخه کې د فعالې په توگه په ۲۰۰۳ ز کال کې د نوبل جایزه اخیستې ده. عبادي لومړنۍ ایرانۍ او مسلمانه ښځه وه، چې د نوبل جایزه یې اخیستې ده.
۴ ــ محمد البرادعي: (۱۹۴۲ جون ۱۷ تر ۲۰۰۵ پورې) البرادغي د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس(IAEA) سره په گډه د اټومي وسلو او له اټومي وسلو څخه په نظامي برخو کې د نه کارولو لپاره ډېرې هڅې وکړې. په ۲۰۰۵ز کال کې یې د سولې د نوبل جایزه واخیسته. دی دویم مصری و چې د نوبل جایزه یې اخیستې ده.
۵ ــ محمد یونس:(۱۹۴۰ جون له ۲۸ مې تر ۲۰۰۶ پورې) د بنگله دېش اوسېدونکی او د «گرامین بانک» بنسټ ايښودونکی دی. یونس د خپل بانک له لارې د ټولنې پرمختگ او د کوچنیو قرضو په ورکړې سره وکولی شول، چې د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راولي. په ۲۰۰۶ز کال کې یې د نوبل جایزه واخیسته. دی له رابندر ناټ ټاگور او امارتیا سن نه وروسته درېیم بنگالی دی، چې د نوبل جایزه اخلي.
۶ـ توکل کرمان: ( ۱۹۷۹ فبروري ۷ تر ۲۰۱۱ پورې) دا د یمن اوسېدونکې او د ښځو د حقونو فعاله ده. په ۲۰۱۱ز کال کې الن جانسون سیرلیف، لیما گبوی او توکل کرمان « د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي سره د مبارزې» په برخه کې یې د نوبل جایزه واخیسته. کرمان لومړنۍ یمنۍ او عربه مېرمن وه، چې د نوبل جایزه یې وگټله.
۷ ــ ملاله یوسفزۍ: (۱۹۹۷ جون ۱۲مه تر ۲۰۱۴ پورې) ملاله د خیبر پښتونخوا د سوات اوسېدونکې ده، چې د ماشومانو د زده کړې په برخه کې یې مبارزه کوله. یوسفزۍ لومړنۍ پښتنه مېرمن وه، چې په ۲۰۱۴ز کال کې یې د ماشومانو د زده کړې او ماشومانو ته د حقونو د ورکړې په برخه کې یې د یوې فعالې په توگه د نوبل جایزه واخیسته. ملاله د نوبل د جایزې گټونکو په هغه کتار کې ده، چې په کم عمر یعنې ۱۷ کلنۍ کې یې دغه جایزه اخیستې ده.
۸ ــ نجیب محفوظ: (۱۹۱۱ ډیسمبر ۱۱تر ۲۰۰۶ د اگسټ تر ۳۰ پورې) اوولس کلنۍ کې یې لیکوالي پیل کړه او د قاهرې له پوهنتون نه یې په فلسفه کې لېسانس واخیست. محفوظ په ځوانۍ کې د سید قطب له فکر اغېزمن و او دی یې د عربي نړۍ مشهور ادبي کره کتونکی گاڼه. په ۱۹۸۸ کې یې د نوبل د ادبیاتو جایزه واخیسته. محفوظ د ۲۰۰۶ز کال د اگسټ په ۳۰ مه له دې نړۍ سترگې پټې کړې. محفوظ ۵۳ اثار لیکلي، چې ځینې یې نړیوال شهرت لري. دی لومړنی مسلمان لیکوال و، چې په دغه جایزه وویاړل شو.
۹ـ اورهان پاموک: (۱۹۵۲ جون ۷ مه تر ۲۰۰۶ پورې) ترکی لیکوال و چې په ۲۰۰۶ کال کې یې د نوبل د ادبیاتو جایزه واخیسته. دی ځان مسلمان بولي او لیکنې یې هم د اسلامي اصلي فرهنگ اړوند دي؛ خو ویل کېږي چې پاموک په خدای جل جلاله عقیده نهلرله.« والله اعلم»
۱۰ ــ عبدالسلام: ( ۱۹۲۶ جنوري ۲۹ تر ۱۹۹۶ نومبر ۲۱ پورې) اسټیون واینبرگ، شلډون لي گلاشو او عبدالسلام په ۱۹۷۹ز کال کې د فزیک د نوبل جایزه واخیسته. دی لومړنی پاکستانی مسلمان و، چې پهدې برخه کې جایزه ورکړل شوه او له گوبیند کورانا وروسته دویم پنجابی و، چې د نوبل جایزه یې واخیسته.
۱۱ــ احمد زویل: (۱۹۴۶ د فبروري ۲۶ تر ۲۰۱۶ اگسټ ۲ پورې) مصر الاصله امریکايي و، چې په ۱۹۹۹ ز کال کې د کیمیا په برخه کې د نوبل جایزه ورکړل شوه. دی دویم مسلمان او لومړنی مصری و چې د کیمیا په برخه کې یې علمي جایزه اخیستې ده.
۱۲ــ عزیز سنجر: (۱۹۴۶ سپټمبر اتمه) په ۲۰۱۵ ز کال کې ټوماس لینډال، پال موډرېچ او عزیز سنجر ته« د ډی این ای د میکانیزمونو د ترمیم او موندلو» په برخه کې د نوبل علمي جایزه ورکړل شوه. سنجر دویم ترک او درېیم مسلمان دی چې په علمي برخه کې د نوبل جایزه اخلي.


















