د حج مسایل (۲۸مه برخه ) – د حج دریمه ورځ –

دريمه ورځ (۱۰) د ذی الحجه
نن د ذی الحجه لسمه نيټه ده، په دې کې د حج څو احکام دي، لومړی حکم وقوف مزدلفه دی کوم چې واجب دی، د دې وخت د صبح صادق له راختو نيولې د لمر تر راختو پورې دی، که چيرته کوم کس د صبح صادق له راختو وروسته د لږ وخت لپاره ودريږي او منی ته ولاړ شي او د لمر راختو ته انتظار ونکړي نو هم واجب وقوف اداء کيږي.
د واجبو د اداء کولو لپاره دومره هم کافي دي چې د صبح صادق له راختو وروسته د سهار لمونځ په مزدلفه کې وکړي، خو سنت دا ده چې د لمر له راختو لږ تر مخکې وخت پورې ودريږي، د مزدلفه په ټول ميدان کې چيرته يې چې زړه وغواړي وقوف کولای شي، پرته له وادی محسّر نه، کومه چې د منی لور ته له مزدلفه د باندې هغه ځای دی چيرته په اصحاب فيل باندې عذاب راغلی وو، بهتره دا ده چې جبل قزح ته نږدې وقوف وکړی شي، که چيرته د ازدحام (ګڼې ګوڼې) له امله هلته رسيدل مشکل وو نو په مزدلفه کې چې په کوم ځای کې ودريږي هلته دې د سهار لمونځ اداء کړي او وقوف دې وکړي، په همدغه وقوف کې هم تلبيه، تکبير، تهليل، استغفار، توبه او دعا دې په کثرت وکړی شي.
د وقوف مزدلفه په باره کې ډير خلک دا غلطي کوي چې له عرفات څخه راشي نو سيده منی ته ځي، او يو شمير حاجيان دوه دری ساعته په مزدلفه کې تير کړي او په شپه کې منی ته ولاړ شي، همداسې خلک په مزدلفه کې د شپې تيرولو او له صبح صادق وروسته له وقوف کولو څخه محروم پاتې شي، لکه څرنګه چې پورته ذکر کړی شول د وقوف په پريښودلو سره ګناه هم شته او دَم هم لازميږي.
له مزدلفې څخه منی ته روانيدل
کله چې د لمر په راختو کې د دوه رکعتونو اداء کولو په اندازه وخت پاتې شي نو له مزدلفه څخه د منی لور ته روانيدل دي، له دې وروسته ځنډ کول خلاف سنت دي، او بهتره دا ده چې نن د رمی لپاره اوه شګې د چڼې يا د کجورې د زړي برابر له مزدلفه څخه واخلي او له ځان سره دې يوسي او له بل هر ځای نه يې را اخيستل هم روا دي.
په منی کې د جمره عقبه رمی کول
چې منی ته ورسيږي نو تر ټول اول کار د جمره عقبه رمی کول دي، په منی کې دری لوړې ستنې جوړې شوې دي، هغوی ته جمرات او جمار ويل کيږي او يوې ته يې جمره ويل کيږي، په همدغو کې چې کومه يوه مسجد خيف ته نږدې ده هغې ته جمره اولی او له هغې وروسته ته جمره وسطی او له هغې وروسته ته کومه چې تر ټولو په اخير کې ده هغې ته جمره عقبه او جمره کبری ويل کيږي، له همدغو ستنو چار چاپيره ګرده تالۍ جوړه شوې په هغې کې د شګو ور اچولو ته رمی ويل کيږي.
په همدغه ورځ يعنې په لسمه نيټه يوازې د جمره عقبه ويشتل دي، کله چې حاجيان منی ته ورسيږي نو اوله او دويمه جمره دې پريږدي سيده دې جمره عقبه ته ورشي او هغه دې اوه شګې وولي، او د لومړی شګې ويشتلو پر مهال به تلبيه بنده کړي، که مفرد وي که متمتع وي او که قارن د ټولو لپاره همدا حکم ده.
د رمی کولو په وخت کې د شګې ويشتلو پر مهال دې تکبير وايي او دعا دې داسې وکړي :
بِسْمِ اللهِ اَللهُ اَکْبَرُ، رَغْمًا لِلّشَّيْطَنِ وَرِضًی لِلَّرَّحْمَنِ اَللَّهُمَّ اجْعَلْهُ حَجًّا مَّبْرُوْرًا وَّذَنْبًا مَّغْفُوْرًا وَّسَعْيًا مَّشْکُوْرًا
ژباړه : زه د الله په نوم شروع کوم او شګه ولم، الله تعالی جل جلاله له ټولو نه لوی دی، زما دا عمل د شيطن ذليله کولو او د رحمن راضي کولو لپاره دی، اې الله ! زما دا حج حج مبرور وګرځوې او زما ګناهونه بخښلی شوي وګرځوې او زما د کوشش قدردانې وکړې (يعنې د ثواب لايق يې جوړ کړې).
د تکبير په ځای د سُبْحَانَ اللهِ يا لَا اِلَهَ اِلَّا الله ويل هم روا دي، خو بيخي ذکر پريښودل بد دي.
د جمره عقبه د رمی سنت وخت د لمر له راختو څخه تر زوال پورې دی، او له زوال څخه تر غروب (لمر لويدو) پورې وخت روا دی، يعنې په دې کې نه استحباب دی او نه کراهيت، او د لمر له لويدو وروسته وخت مکروه کيږي.
لنډه دا چې د همدغې رمی وخت د لمر له راختو نيولې د راتلونکې شپې د صبح صادق له راختو تر دمخه وخت پورې دی، البته په وخت کې تفصيل شته دی، هغه دا چې څه وخت سنت دی، څه روا دی او څه مکروه دی، خو ضعيفانو، ناروغانو او ښځو لپاره په مکروه وخت کې هم مکروه نه دی.
يو شمير خلک په خپله رمی کولای شي خو بيا هم ډير خلک د هغوی له لوري نيابةً رمی کوي دا صحي نه ده، ځکه چې په همداسې کولو سره د رمی پريښودلو ګناه دی او دَم واجبيږي.
په ښځو دې د شپې رمی وکړی شي تر څو چې تکليف نه وي ورته، او څوک چې تر صبح صادق پورې هم رمی ونکړي نو قضاء شوه، په يوولسمه نيټه دې قضائي هم راوړي او دَم دې هم ورکړي.
د رمی د صحت شرطونه
د رمی د صحت شرطونه لس دي :
(۱) شګې بايد په خود جمره ولګيږي يا هغې ته نږدې ورسيږي.
(۲) جمره ته د شګې نږدې لويدل، که چيرته ليرې ولويږي نو رمی نه ده، د دريو ګزونو په اندازه فاصله نږدې ده، او له دې څخه زياته ليرې ده.
(۳) په جمره باندې د شګې نه بنديدل، که چيرته هملته بنده شي نو رمی صحي نه ده.
(۴) شګې بايد جلا جلا وويشتل شي، که چيرته ټولې په يوه وار وويشتل شي نو يوه رمی حسابيږي.
(۵) په خپلو وختونو کې د جمرو ويشتل.
(۶) ترتيب وار د دريواړو جمرو ويشتل، دا د ځينو په نزد شرط ده او د زياترو په نزد سنت ده.
(۷) د زيات شمير رمی کول، که چيرته څلور شګې وولي او دری پريږدي نو جزاء واجبيږي، او که چيرته له څلور زياتې پريږدي نو دَم واجبيږي، او داسې ګڼل کيږي لکه چې رمی يې بيخي نه وي کړې.
(۸) شګه به د زمکې له جنس څخه وي او دا شرط ده، هغه که ډبره وي يا بل شی وي خو چې د زمکې له جنس څخه وي، له دې پرته په بل شي باندې رمی کول روا نه دي.
(۹) په خپله رمی کول، له عذر پرته سره له قدرته په بل چا باندې رمی کول روا نه دي، البته که يو ناروغ بل کس ته حکم وکړي، يا کوم ليونی يا بې هوش يا کوچنی وي او دويم کس د هغه له لوري رمی وکړي نو روا دی.
(۱۰) په لاس باندې رمی کول، که چيرته په کمان يا تير سره رمی وکړی شي نو صحي نه ده، او ځينو کتابونو دا خبره هم شرط ګڼلې : د قضاء شويو جمرو اداء کول، په ورځو او وختونو خپلو کې ([1]).
([1]) ارشاد الساري. ص : ۱۶۷، معلم الحجاج، ص : ۱۷۹، معراج الحجاج والمعتمرين، ص : ۱۹۶.



