د ټرمپ یوه پیغام، د امازون شرکت ۶ میلیارد ډالر تاواني کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۲۷ فرید افغان)

راپورونه وایي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ پرون سهار د خپل ټویټر حساب له لارې د امازون شرکت په اړه یو پیغام خپور کړ چې نوموړي پيغام د اسهامو په بازار کې د امازون شرکت سهامي حصو بیه په چټکه توګه راوغورځوله.

د یاد شرکت او دټرمپ ترمنځ رقابتي شخړه د ۲۰۱۵ کال راهیسې روانه ده او ورځ تربلې پیچلې کیږي.

امریکایي ولسمشر تیره ورځ په یوه ټویټ کې لیکلي ؤ چې د امازون شرکت د امریکا هټۍوالو او سوداګرو ته چې په خپل وخت سره او په منظمه توګه خپله مالیه ورکوي ستر ضرر رسولی او د هغوی د پرمختګ مخه یې هم ډب کړې ده .
امازون شرکت ویلي چې د ټرمپ دې پیغام په څو دقیقو کې دننه ورته ۶ میلیارده ډالره تاوان رسولی دی

باید وویل شي چې د ټرمپ اود امازون دشرکت مشر جیف ترمنځ په ۲۰۱۵ کال کې وروسته تر هغه رقابتي شخړه پیل شوه کله چې یاد شرکت د مخالفو خبرونو خپروونکې د واشنګټن پوست ورځپاڼه واخیستله نوموړې ورځپاڼې د امریکا په انتخاباتي منډو ترړو کې د ټرمپ په ضد له مبالغې ډک منفي خبرونه نشرول.
د یادونې وړ ده چې د امازون شرکت په امریکا او نړۍ کې د انلاین سوداګرۍ تر ټولو لوی او مشهور شرکت دی.

ټرمپ د امریکا په سطحه د تیلو او نورو توکو ستر سوداګریز شرکت لري، او اوس هڅه کوي ترڅو د خپلو واکونو له لارې خپل ټول هغه مخالفین وځپي چې نوموړي ته په سوداګریزو موخو کې خنډ ؤ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button