شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

آیا نجیب پېژنئ؟ – پنځمه برخه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 18, 2017
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
17
ځلې شریک شوی
209
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 لیکوال: صدیق الله راهي (د ډاکټر نجیب ورور)

ژباړه: عبد الخبیر جاهد

په دې ترڅ کې نجیب د ګوند د یو فعاله غړي په توګه د ببرک کارمل په څنګ کې سنګر ونیو، او د ببرک په ډله کې چې د پرچم ورځپاڼې له خپرېدو وروسته په پرچمیانو مشهور شول تر پایه پاتې شو. نجیب د حزب د ټوټه کېدو پر مهال له میر اکبر خیبر سره چې د ګوند له بنسټ اېښېدونکو څخه ګڼل کېدو پکتیا ته یو سفر وکړ، له نوموړي سره له لیدو کتو وروسته په خلق دیموکراتیګ ګوند ( پرچم ) کې ټینګ شو.

میر اکبر خیبر د محمد داود د حکومت پر مهال له حربي پوهنتون څخه د فارغېدو په ورځ ونیول شو، نېږدې شپږ کاله زنداني و، له زندان نه له را خلاصېدو وروسته د پولیسو اکادمۍ په کدر کې د ښوونکي په توګه وګومارل شو، دا چې نظامي دنده یې لرله، نه یې شوای کولی په څرګند ډول د ګوند د رهبري هیئت دغړي په توګه فعالیت وکړي، تر دې چې د لړم ددریمې نېټې له پېښې وروسته له خپل کور سره پکتیا ته ولېږل شو، او هلته یې د تبعید په توګه ژوند کولو، همغه و چې له نظامي دندې یې استعفا وکړه، او بیرته کابل ته را وګرځېد، او په ښکاره یې د ببرک کارمل تر څنګ په ګوندي فعالیتونو لاس پورې کړ، نوموړي د سلیمان لایق له خور سره واده کړی و، او داسې یو کس و چې د مارکسیزي افکارو په تبلیغ کې له مناسبې توانمندۍ نه برخمن و، نوموړي له پکتیا ولایت نه په بیرته را ګرځېدو سره په پراخه فعالیتونو لاس پورې کړ، چې په نتیجه کې هغه وضعیت چې د ګوند تر منځ د درځ له را پیدا کېدو وروسته منځ ته راغلی و، بیرته سم شو، نوموړي ځوانان په نظري کورسونو کې منظم کړل، چې ده خپله د مارکسیزم عقیدوي درسونه ور زده کول. نجیب هم د هغو کسانو له ډلې و چې په دغه نظري کورسونو کې درسونه ور کړل شول، نجیب به د کمونیزم د عقېدې د ښې زده کړې لپاره کوشش کولو.

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

وروسته له هغه چې نجیب د ببرک کارمل په ګروپ کې په ګوندي فعالیتونو پیل وکړ، ورو ورو یې دګوند د فعالینو په حلقو کې شهرت تر لاسه کولو، او د زیاتې پاملرنې وړ به ګرځېدو. دغه دوره د مارکسیزم د بنسټونو د زده کړې مرحله وه، چې نجیب به هغه د مارکس، لنین، او استالین له کتابونو، او د ایران د توده ګوند له نشراتو څخه چې په پټه توګه به زمونږ هېواد ته را وارېدېدل زده کول، نجیب به دغه کتابونه او آثار په ډېرو هڅو اوکوششونو راغونډول، او دخپل نظر وړ شیان به یې ترې زده کول، د ایران د توده ګوند د آثارو له جملې نه د نوموړي ګوند د مفکر احسان طبري له فلسفي لیکنو سره یې له کچې وتلې مینه لرله، او ډېری وخت به یې هغه مطالعه کول، او د خپلو خبرو او استدلالونو په برخه کې کار ترې اخیست.

نجیب د خپلو بې دریغه هڅو په مټ توانېدلی و چې د ګوند د پوهنتوني کدر د فعالینو په جمله کې ځان لوړ کړي، په لومړیو کې نجیب په خورا ګرم انداز کې له ببرک کارمل نه له اندازې وتلې دفاع کوله، او دا ددې لامل شو چې ببرک کارمل هم ده ته پاملرنه وکړي، او د ګوندي سازمانونو په تنظیمولو کې ډېره برخه ور کړي، او د سازماندهۍ، او کمونیستي افکارو د نشر په برخه کې د نوموړي له توانمندۍ نه استفاده وکړي. نجیب هم له خپلو وړتیاوو او ظرفیتونو څخه استفاده کوله. او په دې لاره کې مخ په وړاندې روان و.

نوموړی په یو ښه خوله ور ویناکوونکي بدل شوی و، خبرې به یې ډېرې د ځوانانو خوښېدلې، په ۱۳۴۷ هـ ش کال کې چې د نور احمد اعتمادي د حکومت دوره وه، د ببرک کارمل تر مشرۍ لاندې ډلې د پرچم جرېدې امتیاز تر لاسه کړ، چې په منظم ډول یې تر دوه کلونو پورې خپلو خپرونو ته ادامه ور کړه.

په دې وخت کې ګڼې سیاسي ډلې چې د جلا سیاسي رسمونو، لارو او نظریاتو پیروان وو جوړې شوې، او فعالیت به یې کولو، د کابل ښار په پوهنتون او ښوونځيو او اکثره ولایاتو کې ځوانان د خلق او پرچم له سازمانونو سره چې د خلق دیموکراتیک ګوند دوه ډلې وې، او له مسکو نه یې پیروي کوله له یوې خوا، شعله جاوېد چې له پیکنګ نه یې الهام اخیست له بلې خوا د کيڼ لاسو په سیاسي فعالیت بوخت وو، ناسیونالیستې او سوسیالې دیموکراتیکې ډلې په افغان ملتیانو او مساواتیانو کې خلاصه کېدې، د روحانیت او مسلمانو ځوانانو ټولنه د جوړېدو په حال کې وه، ګهېځ او خیبر ورځ پاڼې هغه نشراتي ارګانونه وو چې ددغه ډلو افکار او سیاسي تګلاره یې څرګندوله.

د پوهنتون او ښوونځيو سیاسي چاپیریال لږ او ډېر د خلکو په مختلفو ډلو او پرګنو اغیزه کوله، او د خلکو سیاسي شعور ته یې رشد ور کولو، سیاسي جریانونو په ځانګړې توګه کیڼ لاسو ډلو په هر ځای کې په فعالیت لاس پورې کولو، او خپل سیاسي پلان شوي پروګرامونه یې عملي کول.

۱۳۴ ۷ هـ ش کال، په کابل ښار او نورو ولایتونو کې د لاریونونو کال ګڼل کېږي. د کابل پوهنتون، او ښوونځيو د محلصینو نېږدې دوه میاشتني لاریونونه، د شبرغان د ګاز اونفتو د کارګرانو لاریونونه، د مزار شریف د ښوونځيو د زده کوونکو په ګډون د کود او برق د کارګرانو مظاهرې، د پلخمري د غوري سمنټو د کارګرانو مظاهرې، د ګلبهار د نساجۍ دکارګرانو مظاهرې، د کندوز د سپین زر شرکت د کارګرانو لاریونونه، او نور او نور د هغو سیاسي پېښو له جملې نه وو چې د خلق، پرچم او شعله جاوید کیڼ لاسو سازمانونو له خوا سازماندهي او رهبري کېدلې.

د ۱۳۴۸ هـ ش کال په پسرلي کې د کابل ښار د نارینه وو د ښوونځيو او مکتبونو د زده کوونکو لاریونونه، او بیا وروسته د ابن سینا د لیسې لاریونونه چې د امنیتي ځواکونو او د نوموړې لیسې د زده کوونکو تر منځ د خونړیو اخ و ډب لامل و ګرځېد، تر دې چې د کابل پوهنتون محلصین هم د ابن سینا د لیسې د زده کوونکو په ننګه را ووزي، او دغه موضوع خطرناکه بڼه خپله کړه. د پوهنتون د لاریونونو له پیل کېدو سره امنیتي ځواکونه د پوهنتون انګړ ته ننوتل، د نارینه او ښځینه زده کوونکو په وهلو یې پیل وکړ. د ښځینه زده کوونکو په بې حرمتۍ یې لاس پورې کړ، دې پېښې د پوهنتون او د کابل ښار د ټولو ښوونځيو احساسات وننګول، او ددې لامل شو چې د کابل ښار دځوانانو یو سیل ددغه کار د غندولو په نیت په مظاهرو لاس پورې کړي.

د ښوونځیو او پوهنتون د درسونو نورمال جریان ګډوډ شو، تر نېږدې دوه میاشتو پورې د کابل ښاریان د لاریونونو شاهدان وو. بالآخره د نور احمد اعتمادي حکومت یوه اعلامیه خپره کړه، او نوموړې پېښه یې یوه د فتنې جوړولو دسیسه وګڼله. او اعلان یې وکړ چې ددغه ډول کړنو عاملین او فعالیت کوونکي به ونیسي، ددې په سبا د خلق، پرچم او شعله جاوید د سازمانونو یو تعداد محصلین ونیول شول، نجیب، وکیل، او اسماعیل د هغو پرچمیانو له ډلې څخه وو چې د دسیسې جوړولو په تور زندان ته ولېږدول شول، د محکمې د مراحلو له طی کولو چې څلور میاشتې یې ونېوې او په زندان کې یې تېرې کړې، بیرته آزاد شول.

۱۳۴۸ هـ ش کال یو بل سیاسي اهمیت هم لري، او هغه دا چې د پارلمان دولسمه دوره پای ته ورسېده، د دیارلسمې دورې انتخاباتو لپاره تیاری نیول کېدو، ببرک کارمل له دوهمې حوزه نه چې د کابل ښار دریمې او څلورمې ناحیې هم پکې راتلې، خپل ځان نوماند کړی و. هادي کریم دپنجشیر له ولسوالۍ نه ددستګیر پنجشیري په مرسته په ټاکنیزو فعالیتونو لاس پورې کولو. سلیمان لایق د پلخمري له ولسوالۍ نه نوماند شوی و، محمد حسن بارق شفیعي د لغمان ولایت له مرکز نه نوماند و. دا ټول د پرچم ډلې غړي وو، حفیظ الله امین چې د کابل ولایت له پغمان ولسوالۍ نه نوماند و، د خلقي ډلې په ټاکنیزو فعالیتونو کې یې ګډون کولو، بالآخره ببرک کارمل چې د پرچمي ډلې رهبري یې پر غاړه لرله، د ګوند د غړو او د ښځو د دیموکراتیک سازمان د هڅو او کوششونو په نتیجه کې له دوهمې حوزې نه بریالی شو. او حفیظ الله امین هم دخلق له ډلې نه په پارلمان کې د پغمان ولسوالۍ چوکۍ تر لاسه کړه. ولې دستګیر پنجشېري او هادي کریم زندان ته لاړل، هغوی له څو میاشتو زندان تېرولو وروسته د ببرک کارمل د مشرۍ پر ضد پاڅون وکړ. او د عبد الحکیم شرعي جوزجاني په مرسته د پرچمیانو له ډلې سره پریکون وکړ، او یو تعداد کسان یې پر ځان را ټول کړل، او د خپلې ډلې نوم یې د کار ډله کېښود، چې بیا وروسته د نور محمد تره کي تر مشرۍ لاندې بیرته د خلقیانو له ډلې سره یو ځای شو.

نجیب ددغه تحولاتو په جریان کې نوی له زندان نه را خلاص شوی و، چې بیرته په ګوندي کشمکشونو او جنجالونو کې ور ګډ شو، د پرچم ډلې او سازمانونو کاملا یو تشکیلاتي بحران تېر کړ، ددغه ډلې غړو بیا هم له ببرک کارمل سره موافقت او له تره کي سره په مخالفت لاس پورې کړ. میر اکبر خیبر او د پرچم ډلې د رهبرۍ هیئت زیاتره غړي دببرک کارمل په څنګ کې ودرېدل، او بیا یې هم د نوموړي ملاتړ وکړ. نجیب هم چې د ګوند د ځوان کدر د غړیو له جملې څخه و، د ببرک کارمل حمایت یې وکړ، او له هغه نه یې دفاع وکړه. د ۱۳۴۸ هـ ش کال په ژمي کې چې دغه پېښه را منځ ته شوه، ګوند له سر نه تر پښو له ماتې او شړېدو سره لاس او ګریوان و، سپیرواګنیو چې د امریکا دمتحده ایالاتو د ولسمشر معاون د آسیا څو هېوادو ته له سفر نه وروسته يې افغانستان ته سفر و کړ، ددې سفر په ترڅ کې د کیڼ لاسو د سیاسي ډلو له خوا اعتراضي لاریونونه ترتیب شول، چې پرچمیانو هم د خپل ګوند دفرکسیون له پاتې غړو سره په لاریونونو لاس پورې کړ، او د فتنې په جوړولو سره چې د امریکا د بیرغ سوځولو، او د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ریچارد نکسون د انځورونو سوځولو، او د سپیرواګنیو موټر په خوسا هګیو ویشتلو څخه عبارت وو، په دې توګه یې د خپل سازمان مات او شړیدلی بحراني حالت تر یو ځایه تلافي کړ.

نجیب په دې ورځ د مظاهرو د رهبري کوونکو فعالینو له جملې څخه وو، نوموړي د امریکې بیرغ وسوځولو، او سپیرواګنیو یې د انتقادونو په ترڅ کې محکوم کړ، له دې پېښې وروسته د نور احمد اعتمادي حکومت د امریکا د متحده آیالاتو د سیاسي حیثیت د اعادې، او د وضعیت د جبیرې په موخه د پرچمیانو د فعالو غړیو په نیولو چې د مظاهرو په ورځ یې ګډون او ویناوې کړې وې، په ګډوډیو کې يې لاس درلودلی و، لاس پورې کړ. او زندان ته یې واچول. نجیب له خپلو پرچمي ملګرو سره یو ځای بیا زندان ته ولاړل، دا ځل نه میاشتې په زندان کې پاتې شو. خو دا چې په دولتي ارګانوو کې یې نفوذ درلود په زندان کې هم په راحت وو، مطالعه یې کوله، سپورت یې کولو، ښه خواړه یې خوړل، چې وروسته له ښه صحت او زیات وزن سره له زندان نه را خلاص شول. زندان ته تګ یوازې د سیاسي تبلیغاتو او زیات کرېډت اخیستلو لپاره یوه وسیله شو ورته. په زندان کې یې هېڅ ډول آزار، تهدید او ضرر نه لیدل.

نجیب هم له ښه صحت او پنډ ورمیز سره له زندان نه را خلاص شو، خو دا ځل یې له ببرک کارمل نه دفاع نه کوله، هغه یې یو ځان غوښتونکی او قدرت طلبه شخص ګڼلو، او له اناهیتا سره د نوموړي له عشقي اړیکو به ډېر غږېدو، ببرک هم له نجیب نه خوښ نه و، هر وخت به یې په خپلو ګوندي حلقو او د خپل اعتماد وړ کدرونو کې د نجیب پر ضد تبلیغات کول، او نجیب به یې د سخت دريځۍ، بیرحمۍ او نه عطوفت په مظهر معرفي کولو…

نور بیا

نقلوونکی: محمد عمر منصور

لوی ټکي: آیا نجیب پېژنئ؟
مخکینې مطلب

د ټرمپ یوه پیغام، د امازون شرکت ۶ میلیارد ډالر تاواني کړ

بل مطلب

جنګي جرمونو او اداري فساد حکومت پر ګړنګ درولى

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    18 شریک شوي
    شریکول 7 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com