د حج مسایل (۲۷مه برخه ) – د عرفات مسايل –

لیکوال : م ، نجم الرحمن فضلي

 د عرفات مسایل 

مسئله : د عرفات ميدان يوې برخې ته رسيدل د محرم لپاره ضروري دي، ولو که د ډير کم وخت لپاره وي، عرفات ته له تلو پرته حج نکيږي، په لباب المناسک کې راغلي : د وقوف عرفه دريم شرط د عرفات ميدان دی ([1]).

مسئله : که چيرته کيدلای شي نو د وقوف په وخت کې دې په سيوري کې نه دريږي، او که چيرته د تکليف ويره وي نو په سيوري کې دې ودريږي او د لمر تر لويدا پورې دې ښه وژاړي دعا او استغفار دې وکړي ([2]).

مسئله : د ذی الحجه په نهمه نيټه له زوال وروسته د ذی الحجه د لسمې نيټې له صبح صادق مخکې په کوم وخت کې چې ورسيږي نو فرض اداء کيږي او حج اداء کيږي ([3]).

مسئله : د وقوف لپاره له حيض او جنابت څخه پاکوالی شرط نه ده ([4]).

مسئله : که چيرته وقوف عرفه د جمعې په ورځ وو نو د دې فضيلت د نورو ورځو له وقوف څخه اويا (۷۰) درجې زيات دی ([5]).

مسئله : د ذی الحجه په نهمه نيټه له زوال وروسته د لمر تر لويدا پورې په عرفات کې پاتې کيدل واجب دي، که چيرته د لمر له لويدو مخکې د عرفات له حدودو څخه ووځي نو دَم واجبيږي، خو که چيرته د لمر له لويدو مخکې بيرته واپس راشي نو دَم ساقطيږي، او که له غروب وروسته عرفات ته واپس بيرته راشي نو دَم نه ساقطيږي ([6]).

همدا رنګه ليکل شوي :

که يو کس د لمر له لويدو وروسته د مزدلفه په لور روان شي او هغه د لمر له لويدو مخکې د عرفات له حدودو وتلی وي نو هغه دې بيرته را واپس شي او د لمر له لويدو وروسته دې ووځي، که همداسې ونکړي نو ګنهګار دی او دَم پرې لازميږي ([7]).

همدا رنګه ليکل شوي :

د لمر تر لويدو پورې هلته پاتې کيدل پکار دي، که چيرته د لمر له لويدو مخکې بيرته راشي نو دَم نه  لازميږي ([8]).

مسئله : د عرفات ميدان ټول د دريدو لپاره دی، چيرته يې چې زړه غواړي ودې دريږي ([9]).

مسئله : زمونږ د (احنافو) په نزد په عرفات کې قصر د مسافر لپاره دی، مقيم دې پوره لمونځ وکړي ([10]).

مسئله : که چيرته کوم حاجيان په عرفات کې له (امام الحج) سره په مسجد نمره کې  لمونځ کول غواړي نو هغوی دې له امام سره ماسپښين او مازديګر يو ځای کړي، او کوم خلک چې په خپلو خپلو خيمو کې لمونځ کوي هغوی دې د ماسپښين لمونځ د ماسپښين په وخت کې، او د مازديګر لمونځ دې د مازديګر په وخت کې وکړي ([11]).

له عرفات څخه مزدلفې ته روانيدل

مزدلفه شريفه له عرفات نه لويديځ لور ته د دری ميلو په فاصله کې ده، کله چې د مزدلفه پر لور روان شي نو پر لاره دې د الله تعالی په ذکر او تلبيه کې مشغول اوسي، په همدغه ورځ د حاجيانو لپاره د ماښام لمانځه کول په عرفات او په لاره کې نه دي روا، واجب ده چې د ماښام لمونځ وروسته کړي د ماسخوتن په وخت کې يې د ماسخوتن له لمانځه سره يو ځای په مزدلفه کې په دې طريقه وکړي :

اول به د ماښام فرض وکړي، بيا به سمدستي وروسته د ماسختوتن فرض وکړي، د ماښام سنت، د ماسخوتن سنت او وتر به بيا وکړي.

په مزدلفه کې د ماښام او ماسخوتن دواړه لمنځونه په يوه اذان او يوه اقامت سره کيدلای شي، او په مزدلفه کې د دواړو لمنځونو د يو ځای اداء کولو لپاره جماعت شرط نه ده، که تنها (يواځې) يې کوي نو هم به دواړه په يوه وار کوي.

همدا رنګه ليکل شوي :

په مزدلفه کې دې د ماښام او ماسخوتن لمنځونه يو ځای وکړی شي، که چيرته يو څو ملګري وي نو د دواړو لمنځونو لپاره دې جماعت وکړي، او که چيرته يو چا ته جماعت پيدا نشي نو يواځې دې وکړي.

د حنفي فقهې له مخې دواړه لمنځونه په يوه اذان او يوه اقامت سره کيدلای شي، د دواړو لمنځونو تر مينځ دې سنت نکوي، بلکې سنت دې وروسته وکړي، او که چيرته د ماښام لمونځ وکړي او د ماښام سنت هم وکړي نو د ماسخوتن لپاره دې دوباره اقامت وويل شي ([12]).

په مزدلفه کې د ماښام لمانځه کولو لامل دا دی چې وقوف عرفه د لمر له لويدو وروسته ختميږي، اوس که چيرته خلک هملته د ماښام لمونځ کوي او بيا د مزدلفه پر لور حرکت کوي نو ډير ناوخته کيږي او د شپې ډيره برخه په همدې کې له منځه ځي او په وقوف مزدلفه کې خلل راځي، نو له همدې امله د وقوف عرفه له ختميدو وروسته مزدلفه ته تلل دي، په همدې طريقه خلک زر مزدلفه ته رسيږي، دواړه لمنځونه کوي او آرام کوي، او صبا ورځ په تازه دمي حالت کې وقوف مزدلفه کوي ([13]).

د همدغې ورځې متعلق مسايل

مسئله : که چيرته د ماښام لمونځ په عرفات کې يا پر لاره وکړی شي نو مزدلفه ته په را رسيدو راګرځول يې يعنې دوباره کول يې واجب دي.

مسئله : که چيرته د ماسخوتن لمانځه له وخت څخه مخکې مزدلفه ته ورسيږي نو د ماښام لمونځ به نکوي، بلکې د ماسخوتن لمانځه وخت ته به انتظار کوي او د ماسخوتن په وخت کې به دواړه په يوه وار کوي ([14]).

همدا رنګه ليکل شوي :

په مزدلفه کې د ماښام او ماسخوتن لمنځونو په يو ځای کول د ټولو حاجيانو لپاره ضروري دي، د ماښام په وخت کې يې کول نه دي روا، د سړيو او ښځو دواړو لپاره يو حکم دی ([15]).

مسئله : د امام له تلو وروسته د هجوم يا بل عذر له امله لږ وخت پاتې کيدل پروا نلري، البته له عذر پرته ځنډ کول خلاف سنت دي ([16]).

مسئله : په مزدلفه کې شپه په ويښه تيرول او په عبادت کې مشغوليدل مستحب دي او په همدغه شپه کې په مزدلفه کې پاتې کيدل سنت مؤکده دي، ډير خلک له وخت مخکې د سهار لمونځ وکړي او د منی لور ته روان شي، همداسې خلک اول خو فرض لمونځ قضاء کړي او د ګناه کبيره مرتکبين شي، ځکه چې له وخت مخکې لمونځ نکيږي، دويم د وقوف مزدلفه د پريښودلو ګناه هم وکړي کوم چې واجب دی او دَم هم پرې واجب شي.

هغه خلک چې يو فرض (حج) اداء کوي او دويم فرض (لمونځ) قضاء کوي دا کومه دينداري او اوښياري ده؟ ډير خلک په نفلي حج کې همداسې حرکتونه کوي، داسې نفلي حج ته ضرورت څه دی؟ په کوم کې چې فرض لمونځ قضاء کړی شي، البته که چيرته ښځې د هجوم (ګڼې ګوڼې) له امله په مزدلفه کې پاتې نشي بلکې سيده ولاړې شي نو د هغوی لپاره ګنجايش شته او په هغوی باندې دَم نه لازميږي، او که چيرته سړي د هجوم له امله وقوف مزدلفه پريږدي نو دا روا نه دي، په مزدلفه کې شپه تيرول سنت مؤکده دي، او له صبح صادق وروسته په مزدلفه کې اوسيدل واجب دي، او د واجبو په پريښودلو سره دَم واجبيږي ([17]).

مسئله : مزدلفه ته د داخليدو لپاره غسل کول مستحب دي.

مسئله : که چيرته د ماښام او ماسخوتن لمنځونه په عرفات کې يا پر لاره وکړی شي نو چې مزدلفه ته راشي بيا يې کول پکار دي، که چيرته ونکړی شي او صبا شي نو همغه لمنځونه کيږي او قضائي راوړل يې نه واجبيږي ([18]).

مسئله : که چيرته پر لاره له عرفات څخه د تلو پر مهال داسې څه مخته راشي چې له امله يې مزدلفه ته تر سهاره پورې د رسيدو ويره وي، نو په داسې صورت کې پر لاره د ماښام او ماسختون لمنځونو کول روا دي ([19]).

مسئله : په مزدلفه کې د وقوف صحي کيدو لپاره احرام لرل، وقوف عرفه کول، زمانه، مکان او وخت شرط دي، يعنې کوم شرطونه چې د دواړو لمنځونو پر يو ځای د کولو لپاره دي همغه شرطونه همدلته هم دي، همدغه وخت له صبح صادق نيولې تر لمر ختو پورې دی، که چيرته يو کس د لمر له ختو وروسته يا له صبح صادق مخکې په مزدلفه کې وقوف وکړي نو وقوف نه صحي کيږي ([20]).

([1]) فتاوی دارالعلوم دي،بند، ج : ۶، ص : ۳۳۲.

([2]) معلم الحجاج، ص : ۱۵۸.

([3]) فتاوی دارالعلوم ديوبند، ج : ۶، ص : ۳۳۵.

([4]) معلم الحجاج، ص : ۱۵۹.

([5]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ۵، ص : ۲۷۷.

([6]) معلم الحجاج، ص : ۱۵۹.

([7]) فتاوی رحيميه، ج : ۸، ص : ۷۹.

([8]) فتاوی دارالعلوم ديوبند، ج : ۶، ص : ۳۳۵.

([9]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ۵، ص : ۲۷۷.

([10]) الجوهرة النيرة، ص : ۵۷، کتاب الصلوة.

([11]) آبکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۳۵۴.

([12]) الجوهرة النيرة، ص : ۱۶۲، آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۳۵۷.

([13]) رحمة الله الواسعة، ج : ۴، ص : ۲۳۴، مسايل رفعت قاسمي، ج : ۵، ص : ۲۷۹.

([14]) احکام حج، ص : ۱۰۰.

([15]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۳۵۷.

([16]) معلم الحجاج، ص : ۱۶۱.

([17]) احسن المناسک، ص : ۱۳۴، احکام حج، ص : ۱۰۱.

([18]) معلم الحجاج، ص : ۱۶۳.

([19]) تنوير الابصار مع الدرالمختار، ج : ۲، ص : ۵۰۹، مسايل رفعت قاسمي، ج : ۵، ص : ۲۸۱.

([20]) معلم الحجاج، ص : ۱۶۴.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button