بلخ: چمتال ته د عطانور ملیشې رسیدلي، خو طالبان د نورو پرمختګونو خبر هم ورکوي

بلخ: چمتال ته د عطانور ملیشې رسیدلي، خو طالبان د نورو پرمختګونو خبر هم ورکوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۸ فرید افغان)
راپورونه وایي وروسته له هغه چې طالبانو د چمتال په ولسوالۍ کې څو پوستې ونیولې اوس یې نور پرمختګونه هم کړي دي.
طالبانو دخپلې رسمي ویبپاڼې ‹‹الاماره›› له لارې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې تیر ماښام یې پدې ولسوالۍ کې څوپوستې، یو لوی مرکز او څو کلي تر خپل پوښښ لاندې راوستي دي.
طالبان وایي د جګړې په لړ کې یې یو کنډک او د فدامحمد او قومندان مسعود په نوم ۲ مهمي پوستې په بشپړه توګه نیولي ، دغه راز ۹ کلي (محمدمیر، حاجی جمعه، سیداباد، حاجی موسی، قلای رازق، نوآباد، ملایان، جرقلا او اینکلا کلي) کلي چې په خورا استرتیژیکه سیمه کې آباد دي، هم ترخپل تصرف لاندې راوستي.
طالبانو د څوتنو عسکرو د وژلو د ادعا سره دهغوی د وسایلو د لمنځه وړلو خبر هم ورکړی
طالبانو همداراز ویلي چې په نښتو کې یې ۲ عرادې رینجر موټر، ۸ عرادې موټرسایکلونه، ۱ قبضه راکیټ او په زیاته اندازه ډول ډول مهمات غنیمت په لاس ورغلي.
طالبان داسې مهال پدې ولایت کې د پرمختګ خبر ورکوي چې نن سهار د جنرال عطامحمد نور په مشرۍ زرګونه دولتي عسکر، او سیمیز اربکیان دې ولسوالۍ ته روان شوي دي ترڅو یې د سقوط له احتمالي ګواښه وژغوري.
باید وویل شي چې اوس مهال جګړه د ولسوالۍ مرکز ته په نژدې سیمو کې روانه ده او د دولتي ځواکونو ۷ مهمي پوستې هم د طالبانو ترکلکي محاصرې او بریدونو لاندي دي.
د یادونې وړ ده چې د بلخ دچمتال ولسوالۍ له مرکز پرته تقریبا ټولې سیمې د طالبانو لاس ته لویدلې دي



