د دوو جهادونو ستر قاید!!! زوی او د ازادۍ لمانځل

ډاکتر آصف

تیره ورځ په کابل کې د حکمتیار صیب زوی حبیب الرحمن حکمتیار په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې ډول او سرونی پکې غږیدل او نیمه بربنډو نجونو پکې سندرې وویلی.

که څه هم دغه غونډه د آزادۍ د جشن په بهانه جوړه شوې وه، خو په اصل کې د هغه فاسقو او فاجرو انسانانو هغه لویه غونډه وه چې د الله او د هغه د رسول حدود پکې مکمل مات شوي وو.

زمونږ له هغې سره ځکه څه کار نشته چې ټول پوه دې چې په فعلي نظام کې همدغه ډول خلک جذب او جلب شوي او د الله او د هغه د رسول د احکاماتو ښکاره دښمنان دي، خو افسوس او ژړا په دې ده چې هغه په اصطلاح د دوه جهادونو د قاید ښاغلی حکمتیار چې ټول عمر یې د همدغسې فسق او فجور په وړاندې په مقابلو کې تیر کړي، خپل پلار او ورور یې په همدې لاره کې له لاسه ورکړي، ټول عمر یې سخت کړاوونه ګاللي، او برسیره پر دې د ده په قومانده په سلګونو سره مسلمانو او متدینو انسانانو خپل خواږه ځانونه له اسلام نه قربان کړی په سلګونو زره کونډې او یتیمان یې پر ځای پریښی او په خپله هم نږدې ۱۶ کاله د غله په شان پټ ګرځیدو چې نه یې خپله کورنۍ لیدلی شوه او نه یې خپل د کورنۍ غړي او آن چې د خپلې مور په جنازه کې له ګډون کولو بې برخې پاتې شو.

خو نن ګورو چې د همدغه په اصطلاح د دوه وو جهادونو قاید ځوان ځوی حبیب الرحمن هم په داسې شیطاني غونډو کې ناست دی او چکچکې وهي چې پلار یې تل پر هغې د کفر فتواوې ورکولې.

ډمه سندري وایی، ډمان ډول وهي، ربابچي رباب وهي، طبله خپل طبله وهي او یوه فاسقه نجنۍ چې د فحشا ډکې جامې پر تن دي سندرې وایی. او د غازي نه بلکه تازی امان الله زړه خور هم په سپین سر پتلون کړې حضور لري، ګل اغا شیرزی هم پکې لکه خرش پرش په شان غړمبیږي. او د خپل تقریر زبده خبره یې دا وه چې افغانستان ډیر سوټي خوړلي د بل سوټي خوړلو زغم نه لری؟؟!!!

خو د حکمتیار ځوان ځوی هم پکې د ډیرې خوښۍ خپله ستره خوله وروسته له هغې پرانستې او دغه فسق بدرګه کوي چې د خپل پلار پیغام یې په دغه مجلس کې ګډونوالو ته ولوست،حکمتیار صیب به هم د تلویزون شاته ناست وي او حتما به د خپل نازولی زوی دا جریان د تلویزیون له لارې مشاهده کوي او ورته به خوشحاله وي او شکر به باسي چې د شمشتو له ذلیل ژوند نه د موسقیو او خوشحالیو ډک ژوند یې په نصیب شو، حکمتیار صیب اوس د حال په ژبه وایی چې:

الله دې د شهیدانو کور وران کړي او الله دی کونډو بیخ وباسي، الله دې یتیمان سوالګري او در په در کړی چې د دغه حزب تر سیوري لاندې یې خپل شیرین ځانونه له لاسه ورکړی دي.

نو ځکه باید ملت حکمتیار صیب د دې ستر بدلون مبارکي وړاندې کړی.

د دغه حزب د شهیدانو ارواوو ته هم په کار دې چې د حکمتیار په دې بدلون سره هغه ته د ګلانو خیالي ګیډې وړاندې کړي.

د حزب شهیدان باید په جنت کې حورو ته ووایی چې زمونږ رهبر او زوي ته یې په دنیا کې جنت په لاس ورغی، دې جنت ته نوره څه اړتیا نلری.

ټول مجاهد ملت او د حزب اسلامي ټولو ارکانو او غړو ته هم په کار دې چې د دوو جهادونو قاید حکمتیار صیب ته د موسیقۍ په دې ستره غونډه د هغه د نازدانه ځوی شرکت په اړه د زړه له کومی مبارکي وایی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button