د افغانستان د اساسي قانون له مخې هر افغان حق لري، چې خپل غږ پورته کړي او پر حکومت نیوکې وکړي او د حکومت شته نیمګړتیاوې ورته په گوته کړي. اساسي قانون عامو خلکو ته د قانون په چوکات کې د بیان د ازادۍ حق ورکړی او هېڅوک نهشي کولی، چې عام افغانان له دې حق محروم کړي.
په رسنیو کې دولت پلوي کارپوهان لسگونو تنو ته رسېږي، چې د درې سوه ډالرو په بدل کې د حق په پلوۍ تبلیغات کوي او خلکو ته داسې ښيي، چې گوندې اوس خیر خیرت دی او دلته هېڅ خبره نشته. په داسې حال کې چې زور واکي، بېعدالتي، غاصبین، پخواني او اوسني جنگ سالاران، زورواکي، مفسدین او نور تورن کسان ددې دولت برخه دي؛ خو بیا هم دوی په دولت کې غټې څوکۍ لري او ځانونه ورته له قانون پورته ښکاري.
افغان دولت په بېلابېلو پلمو ازاد لیکوال او د سیاسي چارو کارپوهان په یوه او بله پلمه ځوروي او وخت نا وخت یې بندیان کوي هم. دوی ته په مخکې ستونزې جوړوي او بې له کوم ثبوت څخه یې کلونه ـ کلونه په بند کې ساتي.
په کابل کې له تېرې نږدې یوې میاشتې راهیسې د سیاسي چارو کارپوه نظرمحمد مطمئن بې له کوم جرم څخه په بند کې دی او دولت تراوسه د ده په اړه هېڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی؛ خو بې له ثبوته یې په زندان کې ساتي.
ښاغلی مطمئن یوازې او یوازې د زرگونه خلکو غږ پورته کاوه او دولت یې شته نیمگړتیاوو ته متوجه کاوه. ده د دولت مخالفت د کومې بلې ډلې په پلوۍ نه کاوه او په دولت کې له شته فساده هېڅوک سترگې نهشي پټولی.
که چېرې دولت خپل بې وسلې مخالفین د زندان شاه ته غورځوي؛ خو دولت دې لومړی دغه کار له خپل لومړي مرستیال، د بلخ والي عطاء محمد نور، د بهرنیو چارو پخواني وزیر صلاح الدین رباني، د ملي کنگرې گوند مشر لطیف پدرام، احمد ضیاء مسعود، محمد مقق او د شمال ټلوالې له نورو غړو پیل کړي؛ ځکه هغوی نه یوازې د دولت مخالفت کوي، بلکې هغوی د افغانستان له اوسنۍ جغرافیې هم منکر دي او په ښکاره د هوايي ډگرونو د نیولو گواښونه کوي.
دولت دې تر کچې نه کوچنی نه کېږي، چې د خپل مخالف خبره هم وانه وري. دولت دې پراخه سینه ولري او په دولت کې د شته بې عدالتیو، فساد او غاصبینو مخنیوی وکړي.
دولت دې ازاد کارپوهان دې ته نه مجبوري، چې نور خپله مبارزه د قلم له لارې نه بلکې د ټوپک له لارې وکړي.


















