ناسا: سبا به دنړۍ په ځینو سیمو کې کسوف، یا لمر توریدنه رامنځته شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۹ فرید افغان)
د ناسا ادارې خبر ورکړی دی چې سبا د دوشنبې په ورځ به چې د اګست له ۲۱ سره سمون خوري، د نړۍ په څو هیوادونه کې لمر تندر ونیسي
ستوري پیژندونکي، او ساینسپوهان وایي چې د ټول لمر تندر نیول به په ځانګړي ډول په شمالي امریکا کې رامنځته شي.
دفلکیاتو ماهرین وایي چي دغه لمر نیونه ځکه مهمه ده چې دتندر نیولی وخت به یی زیات وی او د څو دقیقو لپاره به مکمل لمر په تیارو کې پټ شي .
د ناسا ادارې په یوه څیړنیز راپور کې ویلي چې سږ کال په نړۍ کې کې ډیرې فلکې پیښې وشوې، چې له جملې یې د فبروري په میاشت کې په ځینې سیمو کې لکۍ لرونکي ستوری را ښکاره شو چې په عربي کې ورته مذنب ویلی کیږي.
همداراز د فروري په میاشت کی جزوي لمر نیونه هم پیښه شوه چې د بحر اتلانتیک ته نژدې اوسیدونکو دهغه ننداره وکړه .
د ناسا په قول د مارچ په میاشت کې د یوه ښکلي مثلث چې سپوږمۍ ، عطارد او زهره نه متشکله وه په لویدیځه برخه د اسمان کې را پیښ شو خلکو یې ننداره کړه چې خورا ډیر زره را ښکونکی وه .
همداراز نیمه میاشت وړاندې د سپوږمی د تندر نیولو پیښه هم رامنځته شوه .
دې ادارې ویلي چې ښایي د نومبر په میاشت کې به زهره او عطارد سیارې سره یوځای شي او په دیسمبر کی به د نیزکونو د وریدو شاهدان واوسو.
احادیثو کې د فلکي پیښو، او په تیره بیا د لمر سپوږمۍ دتندر نیولو ډیرښت د قیامت له سترو علایمو هم شمیرل شوی دی.
ساینسپوهان وایي چی لمر هغه وخت تندر نیسي چې کله د لمر او زمکې تر مينځ سپوږمۍ واقع شي یعنې لمر سپوږمۍ او زمکه په نیغه کرښه کې سره برابر شي چې په مينځ کې سپوږمۍ وي نو په دې صورت کې د سپوږمۍ سوری په زمکه باندې راشي او لمر د هغه خلکو د نظر نه پټ شي چې څوک د سپوږمۍ دسیورې لاندې راشي او دوه نه تر اوه دقیقو پورې لمر پټ شي، دا پیښه دقمري میاشت په دیرشم یا نهه ویشتم تاریخ باندې واقع کیږي بل وخت نه پیښیږي.
روحانیون او څیړونکي وایي چې د ساینسپوهانو څیړنه د دې کار نږدې سبب دی چې ځمکه د سپوږمۍ په مقابل کې د لمر د رڼا حایله وګرځي خو لرې سبب یي په حدیث مبارک کې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم بیان کړی دی ، هغه فرمایی : إِنَّ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَا يَكْسِفَانِ لِمَوْتِ أَحَدٍ، وَلَا لِحَيَاتِهِ، وَلَكِنَّهُمَا مِنْ آيَاتِ اللهِ، يُخَوِّفُ اللهُ بِهِمَا عِبَادَهُ، فَإِذَا رَأَيْتُمْ كُسُوفًا، فَاذْكُرُوا اللهَ حَتَّى يَنْجَلِيَا .رواه مسلم. ژباړه : لمراو سپوږمۍ د چا د مرګ یا د چا د ژوند له امله تندر نه نیسي بلکه دا دواړه د الله تعالی د قدرت نښې دي خپل بندګان ورباندې ډاروي، کله مو چې تندر نیول ( دلمر یاسپوږمی ) ولیدل نو د الله تعالی ذکر کوی تر دې چې بیرته روښانه شي.
ددې حدیث شریف نه معلومه شوه چې ددې په ذریعه الله تعالی خپل بندګان ویروې ترڅو الله تعالی ته متوجه شي او د ګناهونوڅخه توبه وباسي.



